اطلاعات روز: د افغانستان او ايرلينډ د کرکټ لوبډلو تر منځ په درېيمه يو ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې وکولای شول چې له خپل هدف څخه دفاع وکړي او د ۱۱۷ منډو په توپير ايرلينډ ته ماتې ورکړي او په دې سره يې د يو ورځنيو لوبو لړۍ هم وګټله.
دا لوبه چې نن (سېشنبه، ۲۲ د کب) په شارجې لوبغالي کې ترسره شوه، افغانستان لومړی د توپ وهنې په کولو سره ايرلينډ ته د ۲۳۷ منډو هدف ورکړ. د افغانستان له لوري نهه لوبغاړي وسوځېدل.
د افغانستان له لوري لوبډلمشر حشمت الله شهيدي تر ټولو ډېري منډې ۶۹ وکړې. همدا راز، د پيل توپ وهونکي رحمان الله ګربز هم ۵۱ منډې وکړې.
افغان لوبډلې وکولای شول چې د ايرلينډ لومړی لوبغاړی پر څلورو منډو وسوځوي. د ايرلينډ له لوري لوبډلمشر پاول سټرلينګ تر ټولو ډېري ۵۰ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري محمد نبي په لومړي ځل په يو ورځينو نړيوالو لوبو کې په يوه لوبه کې پنځه لوبغاړي وسوځول.
همدا راز، ننګيال خروټي هم په خپله لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې څلور ويکيټې واخيستې. له دې سره-سره فضل الحق فاروقي هم يوه ويکيټ تر لاسه کړه.
افغانستان تر دې وړاندې په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې هم ايرلينډ ته ماتې ورکړه وه او دويمه يو ورځنۍ لوبه د باران له کبله لغو شوې وه.
ټاکل شوې ده چې تر دې وروسته به د دواړو لوبډلو تر منځ درې شل اوريزې لوبې وشي او لومړۍ شل اوريزه لوبه به د مارچ پر ۱۵ کېږي.
