اطلاعات روز: لوګر کې سيمهييزې سرچينې وايي چې د دې ولايت د مرکز پل عالم په «پادخواب شانې» سيمه کې يو کس د مخ پټو وسلوالو له لوري په ډزو سره وژل شوی دی.
د سرچينې په وينا، دا پېښه نن (سېشنبه، ۲۲ د کب) شوې او د وژل شوي کس نوم «سيد آغا» ښوول شوی چې د لوګر اوسېدونکی دی. د وژل شوي کس په تړاو نور جزييات نه دې تر لاسه شوي.
بل لور ته د لوګر ولايت لپاره د طالبانو امنيې قومندانۍ هم په يوې خپره کړې خبرپاڼه کې د رامنځته شوې پېښې پخلی کړی، خو د پېښې په تړاو يې د چا د نيولو يادونه نه ده کړې.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کيږي چې دوه اونۍ وړاندې په لوګر ولايت کې د طالبانو يو قومندان د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی و.
