اطلاعات روز: په پکتيا ولايت کې ځايي سرچينې وايي چې د دې ولايت په مرکز ګرديز کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه شوې او يو ځوان پکې د چړو په ګوزار وژل شوی دی.
د سرچينې په حواله دا پېښه نن (دوشنبه، ۲۱ د کب) رامنځته شوې. سرچينې د وژل شوي کس نوم «اکبر الدين» ښوولی.
د دې شخړې په تړاو نور جزييات نه دې تر لاسه شوي او نه هم د شخړې د را منځ ته کېدو لامل څرګند دی.
تر اوسه ځايي طالب چارواکو هم په دې اړه څه نه دې ويلي.
د روژې مياشتې په را رسېدو د خلګو تر منځ شخړې د پخوا په پرتله زياتېږي چې ځيني وختونه پکې مرګ ژوبله هم را منځ ته کېږي.
