د طالبانو د احصايې او معلوماتو ادارې د افغانستان نفوس شاوخوا ۳۵ ميليونه تنه اعلان کړی

Photo: pixabay.com

اطلاعات روز: د طالبانو تر مديريت لاندې د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ويلي، چې د روان لمريز کال پر مهال د هيواد نفوس ۳۴.۹ ميليونه تنه اټکل شوی دی.

د دې ادارې وياند محمد حليم رافع د طالبانو تر مديريت لاندې له ملي ټلويزیون سره په خبرو کې ويلي، چې د افغانستان د نفوس ۵۱ سلنه نارينه او ۴۹ سلنه يې ښځې دي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې وياند زياته کړې، چې په هيواد کې د دقيقې او معياري سر شميرنې لپاره له ۱۲۰ څخه تر ۱۵۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده.

دې ادارې د تېر لمريز کال (۱۴۰۱) پر مهال د هيواد د نفوس وده ۲.۱۴ بللې وه او د هيواد ټول نفوس يې ۳۴.۳ ميليونه تنه ښودلی و چې ۱۷.۵ ميليونه يې نارينه او ۱۶.۸ ميليون يې ښځې اټکل شوې وې.

د احصايې ادارې د تېر کال له خپرو کړیو شمېرو سره سم، د افغانستان ۷۰.۶۰ سلنه نفوس په کليو او ۸.۶ ميليونه وګړي چې ۲۵ سلنه کېږي، په ښارونو کې ژوند کوي.

له دې شمېرو سره سم، د افغانستان ۴۷.۵ سلنه نفوس تر ۱۵ کلنۍ ټيټ عمر لري او دې شمېرو ته په پام افغانستان د ځوان نفوس درلودونکی هیواد دی. د دې ادارې په وينا، د افغانستان ۴۹.۷ سلنه نفوس د کار په عمر کې دی.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان نفوس تر اوسه په اټکلي توګه اعلانېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه