کندهار د هیواد یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې ډیر تاریخي اثار او لرغوني ځایونه لري، چې ځینې یې زرګونه کاله مخینه او قدامت لري، خو د دغو تاریخي ځایونو او ابداتو یو شمیر یې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ او بیا رغونې ته اړتیا لري.
دغه تاریخي ځایونه د کندهار زوړ ښار، نارنج ماڼۍ، سپېروان غونډۍ، اشوکا کتيبه، ارګ بازار، سليمان برج، میرهزار جومات، مينا برج، احمد شاهي ودانۍ، احمد شاهي کلا، د ميوند کلا او یو شمیر نور ابدات دي، چې یو شمیر د تېرو جګړو له کبله ویجاړ او یو شمیر نور یې بیا د حکومتونو د نه پاملرنې له کبله په بد حالت کې دي او حتا ځمکې یې غصب شوي دي، که بیا رغونې ته یې پام ونه شي، نو له منځه به لاړې او خلک به خپل تاریخ هېر کړي.
که څه هم کندهار کې عام وګړي او فرهنګیان د تاریخي ځایونو د له منځه تلو په اړه اندیښمن دي او وایي، چې کندهار د تاریخي ابداتو له اړخه غني ولایت دی او باید ټولو برخو ته یې ځانګړې پاملرنه وشي، خو په دې ولایت کې د طالبانو مسوولین زیاتوي، چې دغلته یې د تاریخي ابداتو بیا رغونۍ ته پام زیات کړی او د پنځو هغو د بیا جوړولو چارې یې پېل کړې دي.
فرهنګيان وايي، کندهار د هيواد په کچه د تاريخي ابداتو او اثارو له اړخه غني ولايت ګڼل کېږي، خو په وينا يې که له پامه وغورځول شي ټول لرغوني ابدات به ويجاړ او له منځه لاړ شي.

فرهنګپال محبوب شاه درانی زیاتوي، د تېرو کلونو د جګړو او ورښتونو له کبله د احمد شاه بابا کور او احمد شاهي ودانيو زياتې برخي تخريب شوي او په وينا يې چې د احمد شاه بابا له کور څخه عيدګاه دروازې، شاه جامعې، ارګ بازار او ځينو نورو سيمو ته تر ځمکې لاندې ټول نغمونه يا د تګ-راتګ لپاره زير زميني لارې بندې او نړول شوې دي.
نوموړی وایي، چې کندهار تر ۴۰۰ زياتې تاريخي سيمې او ودانۍ لري، خو په خبره یې چې د ګوتو په شمېر هغو ته يې پاملرنه کېږي او نورې ټولې له پامه غورځول شوې دي.
دراني وويل: «د تاريخي اړخه کندهار ډير بډايه ولايت دی، خو سمه پاملرنه نه ورته کېږي، شايد يا د بوديجې د نشتون له امله داسې وي يا نور لاملونه شتون ولري، يوازې اوس نه بلکې د ډيرو کلونو راهيسې د کندهار تاريخي ځايونو او اثارو ته توجو نه کېږي.»
دغه فرهنګي زیاته کړه، چې د پخواني حکومت پر مهال دوی څو ځلي د تاريخي ابداتو د ساتني او بيا رغونې هڅې کړي، خو کومه پايله يې نه ده ورکړې.
دی د خلکو او حکومت غواړي چې تاریخي ابداتو ته دې خپل پام زیات او ساتنه دې ترې وکړي.

د کندهار بل فرهنګي فعال نثار احمد جلال بیا وایي، تاريخي ابدات د افغانانو ملي هويت په ډاګه کوي او په وينا يې چې له منځه تلل يې د يو هيواد د لرغونې تاریخ ورکېدو په معنا دي.
دغه فرهنګي فعال د هيواد داخلي جګړو ته په اشارې سره وایي، چې د کندهار ډیری تاریخي ځایونه د یادو جګړو پر مهال ویجاړ شوي او زیاتوي، چې یو شمیر تاریخي اثار یې پاکستان، سنیګاپور، متحده عربي اماراتو، امریکا او اروپایي هیوادونو ته قاچاق شوي او هلته د لیلام په توګه پلورل شوي دي.
جلال وویل: «زموږ تاريخ ۵زره کاله قدامت لري، خو په ټول هيواد کې مو په موزیمونو کې د ۱۵۰۰کاله هاخوا ته پخواني تاريخي آثارو نشته پنځه زره کلنې تاريخي ودانۍ خو سېلاب او جګړو ټولې نړولي دي، په کندهار کې ځينې کسانو په خپل سري ډول تاريخ سيمې او ودانۍ کيندلي هغه تاريخي شيان چې يې پيدا کول پاکستان او نورو ځايو ته يې قاچاق کول، زموږ غوښتنه داده چې ټول تاريخي اثار دې حکومت د شخصي خلکو څخه راټول کړي په موزيمونو کې دې کېږدي پخوانۍ لرغوني ودانۍ دې له سره ترميم کړي.»
د دغه فرهنګي په وینا، چې د هيواد د لرغونو ابداتو بيا رغونه او ترميم کولای شي هیواد ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ زیات کړي او د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او سترې محکمې څخه غوښتنه کوي چې د هغو کسانو لپاره دې سزا وټاکي چې د تاریخي ابداتو او اثارو په تخریب او قاچاق کې لاس لري.
دغه راز د کندهار بل فرهنګي حاجي ظاهر جان څرک وايي، چې تاريخي ابدات د لرغونتوب ترڅنګ ډير اقتصادي ارزښت هم لري ځکه په خبره يې چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ډیری سيلانيان هڅه کوي چې تاریخي سیمو ته سفر وکړي.
نوموړي وويل: «اوس داسې عصر ته موږ او تاسي راوتلي يو چې د نړۍ سيلانيان ډير کوښښ کوي چې د يو ملک تاريخي اثار وويني، ما په ايران کې ليدلي دي، هغو دا زاړه عادي ځايونه ترميم کړي دي او کاپي خانه يې هم جوړه کړې ده، پر خلکو ټکټ پلوري هغوی تاریخي ځایونه ګوري، چای هم څښي، کاپي هم څښي، سيل هم کوي، نو د دې اقتصادي اهميت بيخ ډير دی، او دا زموږ د وطن د تاریخي ابدو ساتنه باید وشي تخريب نه شي.»
دی زیاتوي، چې کندهار کې یو شمیر تاریخي ودانۍ د جنګونو او سیاسي رقابتونو له کبله نړلي دي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د تاریخي ابداتو د بیا رغونې او ساتنې لپاره دې داسې پلان جوړ چې په عملي کولو سره یې د هیواد په اقتصادي برخه کې اغیزمن تمام شي.

ورته مهال کندهار کې د طالبانو مسوولین وایي، چې دغلته یې د تاریخي ابداتو بیا رغونې ته پام زیات کړی او دا مهال یې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو تاریخي ابداتو د بیا رغونې چارې پېل کړي.
کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریيس انعام الله سمنګاني وایي، چې اوس مهال په دې ولایت کې د پنځو تاريخي ابداتو د بيا رغونې چاري روانې دي چې له ډلي يې د ميرويس خان نيکه د مقبرې او احمدشاه بابا د کور چارې په بشپړیدو او په نور دریو کار روان دی.
نوموړی زیاتوي، چې کندهار کې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره شاوخوا ۴۰۰ بېلابېل تاريخي ابدات ثبت دي او په خبره يې چې د تخريب شويو ځایونو د بيا ترميم لپاره نوي پلانونه په پام کې لري.
سمنګاني وويل: «موږ په کندهار کې سلګونه تاريخي ثبت شوي تاريخي ځايونه لرو، چې د هغو ټولو ساتنه او بیا رغونه د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وظيفه ده نو کوښښ مو دادی چې را روان ۱۴۰۳ کال کې هم موږ د يو څو نورو مهمو ځايونو د بيا رغاونې لپاره کارونه شروع کړو، هېله مو داده چې په اينده کې د دې پروژو ترڅنګ نورې پروژې هم شروع کړو او پای ته يې ورسوو.»
هغه د نارنج ماڼۍ د غصب شويو ځمکو په تړوا وویل، چې د غصب څخه د مخنيوي کمېسيون سره يې د یادو ځمکو په تړاو خبرې روانې کړي او ډیر ژر به یوې پایلې ته ورسېږي.

نارنج ماڼۍ کابو ۲۳۴۱ کاله وړاندې د مقدوني سکندر د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې او د هوتکيانو د پاچاهۍ تر وروستيو پورې ترې ګټه اخيستل کېدله.
یادې ماڼۍ ته چې د سکندر مقدوني نوم هم ورکول شوی آن د شاه حسین هوتکي د واکمنۍ پر مهال ترې ګټه پورته کیده.
نارنج ماڼۍ د افغانستان په سطحه يو له هغه ۱۲ ودانيو څخه ده چې مقدوني سکندر د خپلې امپراتورۍ پر مهال جوړې کړې دي.
دغه راز تاريخ پوه عزيز احمد عزيزي وایي، چې د کندهار تاريخي ابدات د همدې ولايت د لرغونتوب او تاريخ نمايندګي کوي او حکومت باید ورته پاملرنه زياته کړي.
هغه وویل: «د کندهار تاريخ د افغانستان تاریخ دی او د افغانستان تاريخ د نړۍ تاريخ دی، هره سيمه خپل ځان ته تاريخي ابدات لري او د دې ساتنه د ملت او نظام دواړو دنده ده، د دغه اثارو د ساتلو لپاره هر ملک ځان ته ځانګړی قانون جوړوي، د هغه قانون د مادو پر اساس دغه تاريخ ساتي او که بيا چيرې چا صدمه ورته رسوله بيا په هغه قانون کې د هغه لپاره سزا هم ټاکل شوې ده دا چې موږ کندهار کې ډيرې تاريخي سيمې لرو بايد حکومت د هغه ساتنه وکړي، ترڅو هغه ملي وسيقه چې موږ ورباندې پيژندل کېږو هغه د نابودۍ څخه وژغورل شي.»
عزيز زياتوي، کوم لرغوني ځایونه چې يو ځلي له منځه ولاړ شي بيرته له سره يې په نوي شکل جوړول د قانون له مخې جواز نه لري او خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
