اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د نارنجک چاودنه کې یو ماشوم مړ او بل ټپي شوی دی.
طالب پولیس وایي، چې پېښه تېره ورځ (جمعه، ۱۸ د کب) د پنجوایي ولسوالۍ اړوند «زنګي آباد» سیمه کې د یادو ماشومانو په کور کې رامنځته شوې.
دوی زیاتوي، چې په دې چاودنه کې د بلال احمد په نوم یو تنکی ماشوم مړ او یو بل ټپي دی، چې د درملنې په موخه میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوی او تر درملنې لاندې دی.
طالب پولیسو د ټپي ماشوم د روغتیایي وضعیت او د چاودنې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
د تېرو جګړو څخه پاتې ناچاودي توکي لاهم د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د خلکو ژوند ګواښي او تر اوسه ټولې سیمې له دغو توکو نه دي پاکې شوي.
