اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي چې د دې ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د یوه «ډاټسن» موټر د چپه کېدو په پېښه کې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي.
د نورستان د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول ابوالیمان نورستاني وایي چې دا پېښه تېره شپه (پنجشنبه، ۱۷ د کب) د وانټ وایګل ولسوالۍ په «کنډ» کلي کې را منځته شوې.
نوموړي د پېښې د قربانیانو د هویت په تړاو نور جزیيات نه دې ورکړي.
د دې ترافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او د لارې خرابوالی یاد شوی.
نورستان د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې دې ولایت ته د ورغلې لویې لارې تر څنګ د ولسوالیو او لرې پرتو سیمو لارې خامې او کنډي کپر دي او له همدې وجې پکې وخت ناوخته د لارو د خرابوالي له امله مرګونې ترافيکي پېښې را منځ ته کېږي.
