اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی پلاوي (يوناما) رييسې رزا اوتنبايوا د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر خلاف محدوديتونه دې پای ته ورسوي او که داسې ونه کړي لا زیات فقر او انزوا ته د هيواد د تګ خطر زيات دی.
نن (جمعه، ۱۸ د کب/۸ د مارچ) له ښځو سره د پيوستون يا هم د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده.
اوتنبايوا په هغې اعلاميې کې چې په دې مناسبت د يوناما له لوري خپره شوې، ويلي چې د وير ځای دی چې په افغانستان کې پر ښځو د پانګونې پر ځای «يوه وير زېږوونکې منفي پانګونه» ويني چې ښځو او نجونو ته شديده صدمه رسوي او د سولې او رفاه په وړاندې خنډ ګرزي.
دې وويل چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې څخه د ښځو او نجونو پر اکثريت ابتدايي حقونو او ازاديو يو لړ محدوديتونه لګولي دي.
اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې له منځنيو او د پوهنتون له زده کړو، په دولتي او غير دولتي ادارو کې له کار کولو او همدا راز ازاد تګ-راتګ څخه محرومې دي.
رزا اوتبنايوا ويلي، يوناما اندېښمنه ده چې د اسلامي پوښاک د قوانينو د نه مراعتولو په پلمه د طالبانو له لوري د ښځو وروستۍ ځپنه به ښځې د خپلسرې نيونې له ويرې نورې هم منزوي کړي.
د دې په وينا، له افغان ښځو سره په خبرو کې جوته شوې چې هيلې کمې شوې او د شخصي امنيت په تړاو وېره زياته ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې اليسون داويديان ويلي چې د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره فضا په اندېښمنوونکې توګه په چټکۍ مخ پر کمېدو ده او دا د ويجاړوونکې جګړې، فقر او انزوا له کړۍ څخه د افغانستان د وتلو په تړاو هيلې کموي.
دې ټينګار کړی دی چې د افغان ښځو او نجونو وضعيت بايد د اندېښنو او نړيوالو اقداماتو په مرکز کې ځای ولري.
د ملګرو ملتونو د ښځو استازې ويلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه يوه نړيواله مبارزه ده او په هر ځای کې د ښځو د حقونو لپاره يوه جګړه ده.
د يوناما په اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان ښځې وايي چې د بدلون راوستلو لپاره نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري.
د دې دفتر په وينا، په دې ملاتړ کې حق غوښتنه، د افغانستان د راتلونکې په تړاو په ټولو خبرو کې د ښځو فعال ګډون او استازولي او د هغو نړيوالو مرستو ساتل شاملېږي چې په مستقيمه توګه د ښځو ملاتړ کوي.
