اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې له افغانستانه د وتلو په تړاو له دوو متقاعدو امريکايي جنرالانو په شتون کې د یوې غونډې د جوړولو په اړه خبر ورکړی دی.
ويل شوي چې دا استماعيه غونډه به «ستراتيژيکه ماته: د بايډن او امريکايي جنرالانو پرشاتګ او د طالبانو واکمنېدل» تر عنوان لاندې د مارچ پر ۱۹مه جوړه شي.
د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې ويلي، چې په دې غونډه کې به د امريکا د پوځ پخوانی لوی درستيز جنرال مارک ميلي او د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) پخوانی قومندان فرانک مک کنزي شهادت ورکوي.
دې کميټې يو څه وخت وړاندې د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا د پخواني استازي زلمي خليلزاد په حضور سره د دوحې د هوکړه لیک په اړه يوه غونډه کړې وه.
د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې چې مشري يې مايکل مک کال کوي، له افغانستانه د بايډن د وتلو په اړه څېړنه کوي.
دې کميټې په يوه بله اعلاميه کې ويلي، چې د ولسمشر په حضور کې د امريکا د استازو مجلس او سنا غونډې ته يې د تخليې د عملياتو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د يوه وژل شوي امريکايي نظامي نيکول ګي خسر کريسټي شامبلين هم راغوښتی دی.
مک کال ويلي، چې د کابل په هوايي ډګر کې د کريسټي د ناوې او ۱۲ نورو امريکايي نظاميانو د مرګ دوه کاله کېږي، خو د بايډن حکومت د هغه ناورين په اړه ځواب نه وايي چې رامنځته کړی يې دی.
ده زياته کړې: «هيله من يم چې د کريسټي شتون به ولسمشر بايډن او د امريکا خلکو ته روښانه پيغام ورکړي چې تر څو بشپړې څېړنې ونه شي ارام به نه شو او دا چې څه پېښ شوي دي، په دې اړه بايد افراد ځواب ورکړي.»
