اطلاعات روز: له نشه يي توکو سره د ايران د مبارزې عمومي مشر سکندر مومني ويلي، چې دا هيواد له افغانستان څخه د صنعتي نشه يي توکو د واردېدو او تولید د زیاتوالي شاهد دی.
نوموړي له ايسنا خبري اژانس سره د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ۹۰ سلنه نشه يي توکو د کمښت په تړاو د طالبانو د ادعا په اړه ويلي، چې ايران لاهم د دې کمښت څرک نه دی ليدلی.
مومني زیاته کړې، چې طالب چارواکو له ايراني چارواکو سره په خبرو کې ويلي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو توليد او کښت کم شوی، خو په زېرمو کې نشه يي توکي شته دي او د زېرمو په پای ته رسېدو سره «ښايي د نشه يي توکو د واردېدو کچه ۹۰ سلنه کمه شي».
له نشه يي توکو سره د ايران د مبارزې عمومي مشر زياته کړې، چې د روان کال د ۱۰ مياشتو پر مهال دا هيواد د صنعتي نشه يي توکو په ځانګړې توګه د متامفتامینو او شېشې په کشف کې د ۲۰ سلنې زياتوالي شاهد و.
مومني ویلي: «داسې بايد ونه شي چې سنتي نشه يي توکي کم شي، خو بل اړخ ته صنعتي مواد زيات شي؛ په افغانستان کې بايد د نشه يي توکو د ټولو موادو پر وړاندې مبارزه وشي. همدا لامل دی چې زموږ پاملرنه بايد مخنيوي ته وي.»
د وروستيو دوو کلونو پر مهال چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، بيا – بيا يې ادعا کړې چې په هیواد کې د تارياکو کښت او توليد صفر ته رسېدلی دی.
دا ډله د نشه يي توکو کمښت د خپلې لاسته راوړنې په توګه يادوي.
