اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د مالټو د بڼوڼو د زیاتوالي خبر ورکوي.
د دغه ولایت کانال شرکت لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول سید همایون غریبمل نن (سې شنبه، ١٥ د کب) وویل، چې په دې ولایت کې د کانال اړوند پر ۱۸ زره ۲۰۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي، چې په راتلونکي کې به ورسره د مالټو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې سږ کال د دې ولایت د مالټو حاصلات ۳۰۰۰ مټریک ټنه وو، په داسې حال کې چې تېرکال د دغه ولایت د مالټو حاصلات ۲ زره مټریک ټنه ښودل شوي وو.
د هغه په خبره ننګرهار د کرنې او باغدارۍ لپاره ډېرې ښې ځمکې او مناسبه هوا لري او که ترې سمه ګټه واخیستل شي، نو په دې سره به د ډېرو هغو محصولاتو او تازه مېوو اړتیا په کور دننه پوره شي چې له نورو هېوادونو را واردېږي.
