اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی، چې د افغان طالبانو دوو مهمو ډلو (حقاني شبکې او کندهاري طالبانو) د پاکستاني طالبانو تحریک ته امر کړی، چې له اسلام اباد سره خبرې وکړي.
د ایکسپریس ټریبیون رسنۍ د راپور له مخې، افغان طالبان د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) پر سر د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو په لټه کې دي.
د دې رسنیو د راپور له مخې، پاکستان د جمعیت علمای اسلام (جي یوآی-اس) د مشرتابه له نفوذ څخه په استفادې پاکستاني طالبان د خبرو مېز ته راولي.
په دې وروستیو کې د مولانا سمیع الحق د مشر زوی مولانا حامد الحق په مشرۍ د پاکستاني علماوو یوه پلاوي کابل ته سفر کړی وو.
ایکسپریس ټریبیون لیکي، چې دغه پلاوي د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني او د مهاجرینو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني او د لوګر او پکتیکا واليانو په ګډون له کلیدي کسانو سره لیدلي دي.
د جمعیت علمای پاکستان غړي مولانا یوسفزي شاه ویلي، چې دوی خبرې پېل کړي او هېله مند دي، چې د سراج الدین حقاني په شنه څراغ او د کندهاري طالبانو په ملاتړ به مثبتې پایلې ترلاسه کړي.
د پاکستان د علماوو د پلاوي یوه بل غړي چې کابل ته یې سفر کړی، ویلي چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر د هیلو او د اسلام اباد د ملاتړ له امله به «ډېر ژر د پاکستان تحریک طالبان د خبرو مېز کې وګورئ.»
تر اوسه پاکستاني چارواکو د پاکستاني علماوو د پلاوي د سفر او له ټي ټي پي سره د خبرو د بیا پیلېدو د احتمال په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستاني طالبانو د بریدونو له زیاتیدو وروسته د دغه هیواد چارواکو له هر ډول خبرې رد کړې وې.
