اطلاعات روز: د برېتانیا د سنا مجلس یو غړي لارډ ډیویډ آلټون ویلي، چې په افغانستان کې د هزاره ګانو پر وړاندې د هدفي بریدونو زیاتوالی بیړني غبرګون ته اړتیا لري او نړۍ نه شي کولای چوپه خوله پاتې شي.
نوموړي دغه موضوع پر ایکس په خپله پاڼه په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د وروستي راپور په غبرګون کې مطرح کړې.
ډیویډ الټون د بېنټ د راپور هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دې راپور موندنې د هزاره ګانو پر وړاندې د هدفي بریدونو زیاتوالی ښیي.
هغه زیاته کړې: «د هزاره ګانو په نښه کولو د زیاتوالي په اړه موندنې سمدستي غبرګون ته اړتیا لري. نړۍ نه شي کولای چوپه خوله پاتې شي.»
ډیویډ الټون ویلي، چې د هزاره ګانو د ځورونې په اړه یې د برېتانیا د بهرنیو چارو د وزیر او د پارلمان د غړو په ګډون د برېتانیوي چارواکو څخه پوښتنې مطرح کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د برېتانیا استازولۍ ويلي، چې په افغانستان کې د هزاره ګانو پر وړاندې د بريدونو د زياتوالي په اړه اندېښنه لري.
دې ادارې د هزاره ګانو پر وړاندې د بریدونو په اړه د پلټنې غوښتنه کړې.
ریچارډ بېنټ د بشري حقونو په شورا کې په خپل راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټامبر او ۲۰۲۴ کال تر جنورۍ میاشتې پورې یې د هزاره شیعه ګانو پر وړاندې لږ تر لږه اووه بریدونه ثبت کړي چې د ۲۰۲۳ د لومړیو نهو میاشتو په پرتله د اندیښنې وړ زیاتوالی موندلی دی.
هغه زیاته کړې، د یوناما د تایید شویو شمېرو او هغه ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، په تېره یوه میاشت کې د هزاره ګانو پر ضد په درېیو وژونکو بریدونو کې ۴۰ کسان وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان شوي چې د داعش خراسان څانګې یې مسوولیت منلی دی.
بېنټ په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د هزاره ګانو پر وړاندې هدفي بریدونه پراخ او سیسټماټیک دي او د نړیوالو جرمونو یوه بېلګه ده.
