هلمند کې د چت پريوتو په دوو جلا پیښو کې پنځه تنه مړه شول

اطلاعات روز: د هلمند په ناوې او کجکي ولسوالیو کې د کورونو د چت پریوتو په دوو جلا پیښو کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه او یو کس ټپي شوی دی.

د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې دغلته تېره شپه (چهارشنبه، ۹ د کب) د زیات ورښت له کبله د سورګل په نوم د یو ځایي اوسیدونکي د کوټې چت پریوتی دی.

سرچینه زیاتوي، د چت پروتو په یاده پیښه کې د یوې کورنۍ يو نارينه، یوه ښځه او دوه ماشومان مړه شوي دي.

ورته مهال هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد وایي، چې د دې ولایت د کجکي ولسوالۍ د دوهمې حوزې اړوند «ابدار» سیمه کې د یوې کوټې د چت پریوتو له کبله یوه ښځه مړه او یو کس ټپي شوی دی.

نوموړي د ناوې ولسوالۍ د پیښې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي، چې د تېرې شپې د ورښتونو له امله دغلته خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

هغه د اوښتو زيانونو په اړه دقيق معلومات نه دي ورکړي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د واورې او بارانونو دوام د یو شمیر ولایتونو لوی لارې هم تړلې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه