اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د مناګي برېښنا بند د بیا ترمیم چارې پېل شوې دي.
کونړ کې د برېښنا شرکت لپاره د طالبانو رییس شهاب الدین یاسر وایي، د دغه بند د بیا ترمیم چارې نن (چهارشنبه، ۹ د کب) پېل شوې، چې راتلوونکو څلورو میاشتو کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
نوموړي وویل، چې د یاد شرکت د تخنیکي ټیم له لوري به د مناګي برېښنا بند د ۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي ډول ترمیم شي.
هغه زیاتوي، چې دغه برېښنا بند له تېرو ١٩ میاشتو راهیسې د یو شمېر تخنیکي ستونزو له امله له فعالیته لوېدلی و.
د معلوماتو له مخې د کونړ د وټه پور ولسوالۍ مناګي برېښنا بند د لومړي ځل لپاره په ١٣٩٢ لمریز کال کې د ٨.٩ مېلیونه امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شو، چې د ٢.١ مېګا واټه برېښنا په تولید سره څه باندې اووه زره کورنیو ته د برېښنا ورکونې ظرفیت لري.
