بلينکن: پر ښځو د طالبانو محدوديتونه د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره په ټکر کې دي

Photo: via Secretary Antony Blinken on X

اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن وايي، چې پر ښځو د طالبانو محدوديتونه د افغانستان د خلکو له غوښتنې سره په ټکر کې دي. ده ويلي چې د افغانستان اکثريت وګړي زده کړو ته د ښځو د لاسرسي غوښتنه کوي.

بلينکن دا څرګندونې تېره ورځ (سې‌شنبه، ۸ د کب) «د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت لپاره ايتلاف» نومې غونډه کې کړي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او بوسټن پوهنتون له لورې را بلل شوې وه.

بلينکن ویلي، چې طالبان لاهم منځنيو ښوونځيو او پوهنتونونو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي مخه نيسي او د افغانستان په ټولو اقتصادي برخو کې د هغوی د ونډې اخيستنې مخنيوی کوي.

ده زياته کړې، چې د طالبانو فرمانونه د ښځو اساسي ازادۍ او بشري حقونه نقضوي.

بلينکن ويلي: «مګر له يوه اړخه مهم څه چې بايد په رسميت وپېژندل شي، دادي چې دوی (طالبان) د افغانستان د خلکو له غوښتنې سره په ټکر کې روان دي. ارزونې ښيي چې تر ۸۵ سلنې زيات وګړي باوري دي چې ښځې بايد زده کړو ته برابر لاسرسی ولري.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزير زياته کړې چې د طالبانو محدوديتونه د افغانستان ظرفيت ځپي.

ده ویلي، چې که ښځې او نجونې وکولای شي زده کړې يا هم کار وکړي، دا د ټول هيواد ګټه دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، چې ښځو کولای شوای خپل کور ته ډوډۍ وګټي او کولای شي چې د افغانستان پر اقتصاد تر يو مليارد ډالرو زياته زياتونه وکړي.

د ده په خبره: «اقتصادي فرصتونه د پايدارې سولې او امنيت لومړنۍ اړتياوې دي، پر همدې اساس د ښځو ګډون هم د انعطاف منونکې ټولنې په رامنځته کولو کې مرسته کوي.»

بلينکن ټينګار کړی چې که ښځو او نجونو ته اجازه ور نه کړل شي چې له خپلو ټولو وړتياوو کار واخلي، دا به د افغانستان لپاره يو زيان وي.
همدا راز د امريکا د بهرنيو چارو وزير ویلي، چې د نړۍ ټول هيوادونه د افغانستان د ښځو او نجونو ملاتړ کوي.

ده زياته کړې، چې په ملګرو ملتونو کې تر ۷۰ زياتو هيوادونو د يوې ګډې اعلاميې له لارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشپړ، برابر او معنادار ګډون غوښتنه کړې.

د دوشنبې په ورځ هم د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۱۱ غړو هيوادونو په يوه ګډه اعلاميه کې په افغانستان کې سيستماتيک جنسيتي تبعيض او پر ښځو او نجونو ستم غندلی او له طالبانو يې غوښتي چې هغه سياستونه او احکام لغوه کړي چې ښځې او نجونې ځپي.

خو، طالبانو د نړۍ له فشارونو سره – سره پر ښځو او نجونو خپل لګولي محدوديتونه نه دي کم کړي، بلکې نور يې هم تشديد کړي دي.

په دې وروستيو کې دې ډلې د هيواد په يو شمېر ښارونو کې ښځې او نجونې د جامو د څرنګوالي له کبله نيولې دي.

طالبان ادعا کوي چې د اسلامي قوانينو په چوکاټ کې دننه په افغانستان کې د ښځو حقونه تأمين شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه