اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یوې ترافیکي پیښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند بلال ارزګانی وایي، چې یاده ترافیکي پیښه پرون دوشنبه (۷ د کب) د مرکز ترینکوټ اړوند «طورې» سیمه کې د یو بایفور موټر او موټر سایکل ترمنځ رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي، په دې پیښه کې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي، چې ټپيان د درملنې په موخه د ترینکوټ ولایتي روغتون ته انتقال شوي او ډاکټرانو یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.
طالب مسوولینو د یادې ترافیکي پیښې لامل نه دی په ډاګه کړی، خو هیواد کې د ډیری داسې پیښو لامل خراب سړکونه او بې احتیاطي بلل کېږي.
