اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۱۱ غړو هیوادونو استازو د يوې ګډې اعلاميې له لارې په افغانستان کې د سيسټماټيک جنسيتي تبعيض دوام او پر ښځو او نجونو ظلم سخت غندلی او له طالبانو يې غوښتي چې هغه سياستونه لغوه کړي چې ښځې او نجونې ځپي.
دا اعلاميه پرون (دوشنبه، ۷ د کب) د افغانستان په اړه د امنيت شورا د غونډې تر جوړېدو وړاندې د ايکواډور، فرانسې، جاپان، مالت، سويلي کوريا، سيرالئون، اسلووني، سويس، برېتانيا، متحده ايالاتو او ګويان له لوري خپره شوې ده.
د امنيت شورا غونډه پرون د تړلو دروازو تر شا وشوه او تر اوسه يې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
د ١١ هېوادونو استازو او د ښځو، سولې او امنيت لپاره د ګډو ژمنو د اعلاميې (WPS) لاسليک کوونکو په خپله اعلاميه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو او ګټو د تحقق په برخه کې پر خپلو ټينګو ژمنو ټينګار کړى دى.
دوی ویلي، چې په افغانستان کې سوله، ثبات او پایدار پرمختګ یوازې هغه مهال راتلای شي چې د قانون حاکمیت او د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي پر بنسټ یوه ټول ګډونه سیاسي پروسه رامنځته شوې وي؛ داسې پروسه چې په کې د ښځو او نجونو حقونو ته پوره درناوی وشي او د ټولو افغانانو غږ واوریدل شي.
د ۱۱ غړو هيوادونو استازو په افغانستان کې د سيسټماټيک جنسيتي تبعيض دوام او پر ښځو او نجونو د طالبانو له لوري ظلم سخت غندلی او له دې ډلې يې غوښتي چې ژر تر ژره دې د تحصيل، کار، د تګ-راتګ او بيان پر ازادۍ د لګېدلو محدوديتونو په ګډون هغه ټول سياستونه او احکام لغوه کړي چې ښځې او نجونې ځپي.
د دې هيوادونو استازو ويلي، چې ښځې او نجونې بايد په عمومي، سياسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنيز ژوند کې له خپلو انساني حقونو او بنسټيزو ازاديو څخه بشپړه استفاده وکولای شي.
دوی د شخړو په مخنيوي او حل، د سولې په رامنځته کولو او بشرپالي غبرګون کې د ښځو پر اړين رول ټينګار کړی او ويلي يې دي چې په پرمختګ، اقتصاد او په افغانستان کې په سياسي پروسو کې د ښځو ونډه ډېره مهمه ده.
د هيوادونو استازو زياته کړې چې افغانستان د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې ته ژمن و او د ښځو پر خلاف د تبيعض د مخنيوي د کنوانسيون، د ماشومانو د حقونو د کنوانسيون، د مدني او سياسي حقونو د نړيوال ميثاق، د اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي حقونو د نړيوال ميثاق او د بشري حقونو د نورو کنوانسينونو غړی دی او بايد د دې هيواد نړيوال تعهدات رعايت شي.
دوی ټينګار کړی چې د بشري حقونو د نقض او د ښځو او نجونو پر خلاف د کېدونکو جناياتو په تړاو بايد ځواب وويل شي.
د امنيت شورا غړو په افغانستان کې بشري وضعيت ته په پام له طالبانو غوښتي چې ډاډ دې ترلاسه کړي چې ښځې د بشرپالو مرستو د ارزونې، پلانونې او لېږنې د بهير برخه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون په ټولو غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز لګولی دی.
د امنيت شورا د غړو په اعلاميه کې ويل شوي چې دوی يو ځل بيا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (يوناما) پر حياتي ارزښت ټينګار کوي او د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ د دې بنسټ، د ملګرو ملتونو د نورو ادارو او په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو د ځانګړي راپورچي د هڅو درناوی کوي.
