د افغانستان په اړه د امنيت شورا غونډه؛ طالبان: زموږ د ګټو پر خلاف پرېکړه به عملي نشي

Photo: BNA

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غونډې جوړېدو ته په غبرګون کې ويلي چې په سيمه‌ييزو او نړيوالو غونډو کې د دې ډلې پر خلاف کېدونکې پرېکړي به عملي نشي.

ښاغلي مجاهد د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ «ملي راډيو» ته ويلي چې د افغانستان په اړه هره کېدونکې پرېکړه که د طالبانو له لوري «د افغانستان د خلګو د ګټو او ارزښتونو خلاف» وګټل شي، عملي به نشي.

ده زياته کړې چې که په دې غونډو کې «د افغانستان او د دې هيواد د خلګو په ملاتړ په ځانګړې توګه د ډيپلوماټيکو اړيکو په پرمختګ کې کوم ګام اخيستل کېږي» طالبان به يې قدرداني وکړي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر رييس سهيل شاهين هم ويلي چې دا ډله په خپل چوکاټ کې له نړۍ سره د تعامل غوښتونکې ده. دی وايي چې نړيواله ټولنه بايد له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د بې باورۍ او مسايلو د پېچلي کېدو لامل کېږي.

شاهين زياتوي چې د اختلافي مسايلو د حل لپاره بايد نړيواله ټولنه د طالبانو نظر او موقف په نظر کې ونيسي.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن (دوشنبه، ۷ د سلواغې) په يوه غونډه کې د افغانستان وضعيت وارزوي.

دا غونډه د تړلو دروازو تر شا کېږي او د اجنډا په اړه يې جزييات نه دې خپاره شوي.

دا غونډه په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو تر دويمې غونډې وروسته کېږي.

په دې غونډه کې د هيوادونو ځانګړو استازو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له حکم سره سم د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» وړانديزونه وارزول خو ويې نشوای کولای چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکنې په اړه توافق وکړي.

طالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره مخالفت کړی دی او د دوحې په دويمه غونډه کې هم يې هم د خپلو شرطونو د نه منل کېدو له وجې ګډون ونه کړ.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه