صرافانو ټول هېواد کې نن بېرته خپل کار پیل کړی

اطلاعات روز: د افغانستان د صرافانو سراسري شورا مشر میرافغان ساپي پرون اطلاعات روز ته وویل، چې صرافان به خپل کاري اعتصاب پای ته ورسوي او د صرافۍ ټول مارکیټونه به پرانیستل شي.

ښاغلي ساپي دغه خبرې پرون (یکشنبه، ۴ د کب) ولسمشر محمد اشرف غني سره د دوی او دغه راز د افغانستان بانک له مشرتابه سره له لېدني وروسته وکړې.

دغه لیدنه چې د صرافانو د ستونزو او غوښتنو اورېدنې لپاره جوړه شوې وه، د صرافانو سراسري شورا مشر میرافغان ساپي وویل چې دوی خپل کاري اعتصاب پای ته رسولی او ټینګار یې وکړ چې که ولسمشر غني خپل ژمنې عملي نه کړي، کاري اعتصاب به له سره پیل کړي.

صرافانو له دوو اونیو ډېر وخت کیږي چې له انفرادي جوازونو شرکتي جوازونو ته د اوښتو غبرګون کې کاري اعتصاب کړی دی.

خو د ارګ خبرپاڼه وایي، چې ښاغلي ساپي په یاده غونډه کې ویلي چې صرافان انفرادي جوازونه تمدیدوي او له ولسمشره یې وغوښتل چې انفرادي او شرکتي جوازونونو ترلاسه کول باید اختیاري شي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې ناسته کې صرافانو له هیواده بهر د پیسو لېږد په اړه خپلې ستونزې مطرح کړې ویې ویل، صرافان د امنیتي ستونزو، د برېښنا امکاناتو د کموالي او انټرنیټ ته د نه لاسرسي له امله نه شي کولی خپل انفرادي جوازونه پر شرکتي جوازونو بدل کړي.

خو په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي بیا ټینګار وکړ چې د پیسو وینځلو او تروریزم د تمویل ضد مبارزې قانون باید تطبیق شي.

د خبرپاڼې پر بنسټ: «نوموړي صرافانو ته د افغانستان بانک له لوري د برابرو شویو اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ چې صرافان باید خپل شرکتي جوازونه واخلي او موږ چمتو یوو په دې برخه کې دوی ته لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړو.»

دغه راز د افغانستان بانک سرپرست ویلي، که چېرې انفرادي جوازونه تمدید شي اندېښنه شته چې ستونزه دوام ومومي او په بنسټیزه توګه حل نه شي. په دې غونډه کې د مالیې وزارت چارسمبالي محمد خالد پایند هم ګډون کړی و چې د صرافانو د ستونزو حل ژمنه یې وکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني د صرفانو ستونزو اورېدو وروسته ویلي، چې لویه څارنوالي دې په ممکنه ژر فرصت د پېسو لېږد برخه کې د صرافانو ستونزه حل کړي. ښاغلي غني ټینګار کړی چې باید په یوه اونۍ کې خواوې د اصولو پر بنست پایلې ته ورسیږي.

د خبرپاڼې په وینا، ولسمشر د افغانستان بانک او صرافانو اتحادیې له مسوولینو وغوښتل چې د یادې ستونزې حل لپاره ټاکلي وړاندیزونه، وړاندې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه