يوه روغتيايي سازمان له پاکستانه راستنېدونکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره د ۴.۷ ميليون ډالرو مرسته وکړه

اطلاعات روز: له ايډز، سیل او ملاريا سره د مبارزې نړيوال صندوق (ګلوبل فنډ) هغو کډوالو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره چې له پاکستانه افغانستان ته ستېږي، د ۴.۷ ميليون ډالري بېړنۍ بودجې ځانګړي کولو خبر ورکړی دی.

د دې صندوق اعلاميه چې د پنجشنبې په ورځ (۳ د کب) خپره شوې، پکې راغلي چې له افغانستان سره د درې کلنې دورۍ لپاره کومه ۶۶ ميليون ډالري مرسته کېږي، دا له هغې بېله ده.

له ايډز، سیل او ملاريا سره د مبارزې نړيوال صندوق ويلي چې د دې بنسټ ۴.۷ ميليون ډالري بودجه د ملګرو ملتونو پراختيايي برنامې ته ورکول کېږي او په وسيله به يې هغو ۱.۳ ميليون تنو ته چې افغانستان ته ستنېږي، له ايډز، سیل او ملاريا سره د مبارزې په برخه کې روغتيايي خدمات وړاندې شي.

په «ګلوبل فنډ» سازمان کې د اسيا برخې رييسې آنليس هيرشمن ويلي چې په کليوالي سیمو کې د نفوس زياتېدل او د پاکستان پر پوله په اوښتلو کې ستونزې د يوه هر اړخيز خطر ښوونه کوي او د ايډز، سيل او ملاريا په تړاو د خدماتو له تقويې پرته له دې خطر سره مقابله نشي کېدلای.

د «ګلوبل فنډ» په اعلاميه کې راغلي چې د دې سازمان په مرسته به په هغو سيمو کې چې ملاريا پکې زياته خپرېږې د خلګو لپاره د دې ناروغۍ د تشخيص خدمات زيات او حشره وژونکي ټورونه به هم ترسره شي.

همدا راز له دې اعلاميې سره سم، له سيل ناروغۍ سره د مبارزې لپاره به د افغانستان او پاکستان پر پوله مراقبتي مرکزونه جوړ شي چې د ازموینې، مخنيوي او درملنې په تجهيزاتو به سمبال وي.

همدا راز په دې اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان پر پوله تازه راستنېدونکو ته به د ايډز د ازموينې، مشورې او درملنې خدمات وړاندې شي.

پاکستان د تېر ميلادي کال په وروستيو کې اعلان وکړ چې بې اسنادو کډوال او پناه غوښتونکي باسي. له هغه وخته تر اوسه افغانستان ته تر نيم ميليون زيات کډوال ستانه شوي او دا بهير لا هم روان دی.

يو څه وخت وړاندې د روغتيا سازمان په خپل راپور کې ويلي و چې افغانستان ته د کډوالو ناڅاپي راتګ د ناروغيو د خپرېدو په تړاو انديښنې زياتې کړې دي. دا په داسې حال کې چې د مالي مرستو د کمښت له وجې د افغانستان روغتيايي سيسټم په بېړني وضعيت کې دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه