اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له بوسټن پوهنتون سره په همکارۍ د ښځو د پياوړتيا په موخه «د افغان ښځو د اقتصادي پياوړتيا» غونډه کوي.
د بوسټن پوهنتون له لوري له خپرې شوې اعلاميې سره سم، ټاکل شوې ده چې دا غونډه د راتلونکې اونۍ په سې شنبې ورځ (۸ د کب) په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په مقر کې وشي.
په دې غونډه کې به د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن او د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د دې هيواد ځانګړې استازې رينا اميري خبرې وکړي.
بوسټن پوهنتون ويلي چې په دې غونډو کې ګڼ ګردي ميزونه شامل دي چې د زده کړې، کار، سوداګرۍ او حمايتي سيسټمونو په شمول د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ پر بېلابېلو اړخونو به متمرکز وي.
دې پوهنتون زياته کړې: «ګډونوال به د [طالبانو] د تبعيضي سيسټمونو له امله له را پیدا شويو ننګونو سره-سره مشارکتونه او نوښتونه د افغان ښځو د پياوړتيا په موخه وارزوي.»
بوسټن پوهنتون ويلي چې «د افغان ښځو د اقتصادي پياوړتيا ايتلاف» ژمنه کوي چې «د نظرياتو د تبادلې، د غوره تګلارو د شريکولو او د افغان ښځو او نجونو د اقتصادي پياوړتيا په مخته وړلو کې به د ښکېلو اړخونو د همکارۍ لپاره ارزښتمن پلټفارم وي.»
«د افغان ښځو د اقتصادي پياوړتيا ايتلاف» د ۲۰۲۲ کال پر مهال د امريکا د بهرنيو چارو د وزير انټوني بلينکن له لوري د افغان ښځو د اقتصادي حقونو او رفاه د پياوړتيا په موخه را منځ ته شو.
دا ايتلاف يو دولتي-خصوصي مشارکت دی چې غونډې يې د بوسټن پوهنتون «د فردريک اس پارډی د نړيوالو مطالعاتو د پوهنځي» په همکارۍ جوړېږي.
