اطلاعات روز: يو شمېر سياسي جريانونو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمې غونډې داسې پايلې نه درلودې چې د افغانستان د نيمې پېړۍ د کړکېچ ريښو ته په کې پام شوی وي.
په دې اعلاميه کې چې تېره شپه (چهارشنبه، ۲ د کب) خپره شوې، راغلي چې دا غونډه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۲۷۲۱ پرېکړهليک سره سم «د افغانستان د کړکېچ لپاره د حللارې موندنې» په موخه جوړه شوې وه چې «د تروريزم د مهارولو او له نړۍ سره د طالبانو د تعامل پر مسايلو» په کې ځانګړی تمرکز شوی و.
د جمعيت اسلامي، وحدت اسلامي، حزب اسلامي، وحدت اسلامی مردم ګوند، عدالت او ازادۍ ګوند، همدلي مردم ګوند، دعوت اسلامي ګوند او دعوت اسلامی ګوند په ګډون يو شمېر مخکښو سياسي ګوندونو، د ښځو يو شمېر اعتراضي خوځښتونو، «د افغانستان د ازادۍ جبهه»، «د افغانستان ملي مقاومت جبهه» او يو شمېر شوراګانې د دې اعلاميې خپروونکي دي.
سياسي جريانونو ويلي، چې په دې پرېکړهليک کې د بشري حقونو مسايل، مطلق او نسبي فقر، جنسيتي اپارتايډ او د يوې ډلې له لوري د خلکو يرغمل کېدل د حاشيوي مسايلو په توګه مطرح شوي او «د دوحې غونډه تر ډېره حده په همدې توګه مخته تللې او داسې پايلې نه دي تر لاسه شوي چې د افغانستان د نيمې پېړۍ د کړکېچ ريښو ته په کې پام شوی وي.»
دې سياسي جريانونو زياته کړې: «د افغانستان اصلي مسئله د تروريزم له منګولو د افغانستان د خلکو غصب شوی برخليک او انساني حقونه اخيستل دي. تر څو چې دې چارې ته پاملرنه ونه شي، د شته وضعيت د رغونې لپاره هر ډول هڅې به د وخت له ضياع، د افغانستان خلکو ته له زياتې زيان رسونې، د نړيوالې ټولنې لپاره له زيات لګښت او د حل پر ځای د اصلي مسئلې له پاکولو پرته بل څه ونه لري.»
دوی ټينګار کړی، چې ملګري ملتونه بايد متوجې شي چې «د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره اړتيا ده چې د افغانستان په قضيه کې له ټولو ښکېلو اړخونو سره رغنده تعامل وشي، د شخړې د ټولو اړخونو په حضور سره ټولشمول بهير رامنځته شي او موثر سياسي جريانونه په دې بهير کې ګډون ولري.»
دې جريانونو خبرداری ورکړی: «د ګوندونو او اغېزمنو سياسي جريانونو له ګډون پرته يو اړخيز تعامل هيڅکله هم نه شي کولای چې له کړکېچه د وتلو لپاره د افغانستان د سياسي بهير له برياليتوب سره مرسته وکړي.»
د افغانستان سياسي جريانونو ويلي، چې د دوحې د غونډې ستره نيمګړتيا د سياسي بنسټونو او خلکو د استازو نشتون و او د افغانستان د کړکېچ د حللارې په نقشه کې بايد د ټولنيز عدالت اصل او د ښاروندۍ حقونو ته په پام د ټولو اړخونو او وګړو برحقه غوښتنې منعکسې شي.
دې سياسي جريانونو ويلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو ملاتړ کوي، خو په دې باور دي چې د کړکېچ په حل کې د ده برياليتوب «د افغانستان د مدني ټولنې او ټولو اغېزناکو سياسي اړخونو سره تر مشورې او همدا راز د شخړې په ريښو، واقعيتونو او شته حساسيتونو په ځانګړي توګه په افغانستان کې له قومي، مذهبي او جنسيتي تنوع څخه د ځانګړي استازي تر بشپړې اګاهۍ او پر ولسواکۍ او بشري حقونو د ځانګړي استازي تر باور لرلو پورې تړاو لري».
دوی زياته کړې چې ځانګړی استازی بايد د وګړيمحوره سياسي نظم د رامنځته کولو په موخه او د افغانستان د خلکو د ازادې ارادې پر اساس وټاکل شي او په ترجيحي توګه د هغو هيوادونو له وګړو څخه انتخاب شي چې هم له افغانستان څخه شناخت ولري او هم د ماموريت پر مهال د بې پريتوب اصل ته ژمن وي او چارې په خپلواکه توګه عملي کړي.
دې سياسي جريانونو په خپله ګډه اعلاميه کې «د ځانګړي استازي د ټاکلو او حکومت جوړولو په ګډون د افغانستان د کړکېچ په حل کې د طالبانو پر رول پر يو اړخيز ټينګار» نيوکه کړې او ويلي يې دې چې داسې تګلاره د دې لامل کېږي چې سياسي بهير له بنبست سره مخ شي.
دوی د طالبانو سياستونو ته په اشارې سره ويلي، چې «دوی ته په يو اړخيزه توګه امتياز ورکول، نه يوازې دا چې د ملګر وملتونو د بنسټيزو اصولو له پامه غورځول دي، بلکې د بشري حقونو ضد تګلارو په دوام، ځپنې، د ښځو په حذف او جنسيتي اپارتايډ په اعمالو کې د طالبانو د لا جدي کېدو لامل کېږي او همدا راز د دوی له ملاتړه برخمنې تروريستي ډلې پياوړې کېږي او افغانستان د تروريزم د صدور په يو مرکز بدلېږي.»
د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه د روانې اونۍ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې جوړه شوه او د ملګرو ملتونو عمومي منشي د غونډې په پای کې «رغنده» وبلله.
انټونو ګوتريش وويل، چې د هيوادونو ځانګړو استازو د افغانستان په تړاو پر کليدي مسايلو يوه خوله وو.
