اطلاعات روز: د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونيو ګوتريش په کوربتوب د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه «ناکامه» بللې ده.
د ټاس خبري اژانس له راپور سره سم، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې دا څرګندونې پرون (سېشنبه، ۱ د کب) په يوه خبري کانفرانس کې کړې دي.
اغلې زاخاروا ویلي، چې په دې غونډه کې «د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د دندې رامنځته کولو لپاره د دې سازمان د وړاندينۍ اعلان شوې برنامې او همدا راز د افغانستان لپاره د تماس د وړې ډلې جوړولو په تړاو هيڅ ډول پرېکړه نه ده شوې.»
نوموړې زياته کړې چې «له بده مرغه دا ډول مهم موضوعات له مناسبې توضيح پرته په کاري برخه کې ځای پر ځای شوي و».
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ټينګار کړی، چې «هر ډول ابتکار – هغه که د نوې دندې او يا هم د نوي فرمټ رامنځته کول وي – د کابل او د سيمې د هيوادونو له ملاتړ پرته له ماتې سره مخ کېږي.»
ماريا زاخاروا ويلي، چې د طالبانو پلاوي د دې «سپکوونکو شرطونو» له امله چې يوازې په وړو غونډو کې يې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره د ګډون اجازه درلوده، په غونډه کې له ګډون کولو ډډه وکړه.
دې زياته کړه چې په دې غونډه کې د مدني ټولنې استازي د لوېديځوالو له لوري او د طالبانو او حتا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له رضايت پرته انتخاب شوي وو او روسيې له طالبانو سره د همغږۍ ښودلو په توګه له هغوی سره له ليدنې ډډه وکړه او د دې هيواد يو شمېر شريکانو هم دا تګلاره عملي کړه.
د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونيو ګوتريش په کوربتوب د روانې اونۍ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو جوړه شوې وه.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي تر دې غونډې وروسته دا غونډه په يوه خبري کانفرانس کې «رغنده» وبلله او ويې ويل چې ګډونوال پر «کليدي مسايلو» يوه خوله وو.
د دې غونډې پر مهال د روسيې د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې ځانګړی استازی يې د دې غونډې په څنډو کې د افغانستان د مدني ټولنې او ښځو له استازو سره نه ويني.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خبري کانفرانس کې د روسيې پر دې پرېکړه خواشيني وښوده.
