یونیسف: تېره جنورۍ په افغانستان کې د تنفسي ناروغۍ ۱۶۰ زره پېښو راپور ورکړل شوی

Photo: Chekad.tv

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې د سختې تنفسي ناروغۍ ۱۶۰ زره پېښو راپور ورکړل شوی دی.

دې ادارې په یوه راپور کې چې په دې وروستیو کې یې په خپله وېبپاڼه کې خپور کړی، لیکلي چې دا شمېره د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

یونیسف ویلي، چې په سلو کې ۶۲ سلنه ناروغان له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د دغه راپور له مخې، ډېره سړه هوا او ککړتیا په افغانستان کې د سختې تنفسي ناروغۍ اصلي لاملونه دي.

د دې بنسټ په راپور کې ویل شوي، چې په ژمي کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د هوا تودوخه له صفر څخه ښکته وي، چې له امله یې ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته کېږي.

یونیسف زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سختې تنفسي ناروغیو د زیاتوالي د مخنیوي په موخه یې د نړیوال بانک په مرسته روغتیايي مرکزونو ته طبي توکي او تودوخه تولیدونکي مواد ویشلي دي.

دغه بنسټ ویلي، چې د نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک په مرسته به د ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو د فعالیت لګښت او د ۲۷ زره روغتیايي کارکوونکو معاش به ورکړي.

یونیسف ویلي، چې تېر کال په افغانستان کې د دې سازمان د کارکوونکو او روغتیايي مرکزونو ملاتړ د دې لامل شو چې څه باندې شل میلیونه ماشومان او د هغوی کورنۍ له روغتیايي او تغذیې خدماتو برخمن شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه