نورستان کې د تودو اوبو تاریخي چینه؛ ګن ناروغان د درملنې په موخه ورځي

انځور: استول شوی

د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې د تودو اوبو چینه چې هره ورځ ګڼ ناروغان د درملنې په موخه ورځي، خو ځايي خلک او ناروغان دغلته د سړک او نورو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي.

ناروغ لرونکي وايي، د سړک او نورو اسانتیاوو د نشتوالي له امله په چینه کې رغېدلي ناروغان بېرته پر ناروغیو اخته کېږي، چې د طالبانو له حکومت د یادو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

نورستان کې د طالبانو ځايي چارواکي د خلکو ستونزې مني او زیاتوي، چې یادې ستونزې یې له نړۍ والو مرستندویه ادارو سره شرېکې کړي او ډاډ یې ورکړی، چې د حل په موخه به یې ګامونه واخلي.

د ختیځ نورستان د برګمټال ولسوالۍ د «کاپر کوتل او سپینې څوکې» سیمو ترمنځ د خوړ ترڅنګ د تودو اوبو یوه چینه پرته ده، چې هره ورځ ورته ګڼ ناروغان د درملنې په موخه ورځي.

د تودو اوبو چینې ته تللې لارې سختې خرابې دي. انځور: استول شوی

ځايي خلک وايي، د دغې چینې اوبه کال دولس میاشتې په ژمي او اوړي کې تودې وي، چې د هېواد له ګڼو سیمو پر بېلابېلو ناروغیو اخته کسان د تودو اوبو دغې چینې ته ورځي او په خبره یې چې په یو ځل لمبېدو سره یې له وجود هر ډول ناروغۍ له منځه ځي.

د برګمټال ولسوالۍ اوسېدونکی نادرشاه وویل: «دغه چینه گرم چشمه نومېږي او هر کال د روماتېزم، د هډوکو او ملا دردونو، عرق النساء او په نورو ناروغیو اخته سلګونه ناروغان له کابل، کندهار، خوست، هرات، ننګرهار، کونړ، لغمان او نورو ولایتونو راځي او په یو ځل لمبېدو یې له وجود څخه ناروغۍ ختمېږي.

د تودو اوبو دغې چینې ته چې ځايي خلک او له لېرې پرتو سیمو ګڼ ناروغان د درملنې په موخه ورځي لاهم ورته د سړک اسانتیاوې نه دي برابرې شوي او ډیری ناروغان په دېرې سختۍ پلي دغې چینې ته ځان رسوي.

ځايي اوسېدونکي او ناروغ لرونکي د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د دغې ستونزې د حل لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي، ترڅو د چینې د اوبو پر مټ رغېدلي ناروغان بېرته پر ناروغیو اخته نه شي.

د برګمټال ولسوالۍ د کاپر کوتل د تودو اوبو دې چینې د یو ناروغ پایواز عبدالقادر وویل: «چترال کې چې کومه چینه ده، زه یقین لرم، چې هغې نه به دا ښه وي، خو هلته ورته ځايي حکومت سهولتونه برابر کړي دي، هوټلونه دي، لاره برابره ده، خو دلته چې مریض مثبته نتیجه واخلي، خو چاپېریال جوړ نه دی، باید ځای منظم وي ورته، کوټې جوړې شي، لاره ورته برابره شي او که دا کار وشي، هېوادوالو ته به ډېره مثبته نتیجه ولري.»

برګمټال کې د تودو اوبو چینه چې د بېلابېلو ولایتونو خلک ورځي او د درملنې په موخه په کې لامبي. انځور: استول شوی

نورستان کې د طالبانو ولایتي چارواکي د ځايي خلکو او ناروغانو ستونزې مني او زیاتوي، چې په دې برخه کې یې له نړۍ والو مرستندویه ادارو سره خبرې کړي، چې په وینا یې نږدې راتلوونکي کې به یادې ستونزې تر یو بریده حل شي.

د نورستان د کلیو او پراختیا ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي احسان الله عادل زیاتوي: «د گرم چشمې د سرک جوړونې لپاره پروګرام لرو، ان شاءالله چې هوا ښه شي کار شروع کوو، د خوراک نړۍ وال پروګرام ډبلیو اېف پي سره مو په دې اړه بحث کړی؛ امکانات زمونږ په لاسونو کې دي، ان شاءالله چې هوا ښه شي، گرم چشمې ته به سرک ورسوو.»

د نورستان د ځايي خلکو په وینا، چې د هېواد په ختیځ کې پروت دغه غره ییز ولایت په تېرو څو لسیزو کې د حکومتونو له پامه لېرې پاتې شوی او د ستونزو د حل لپاره یې د قناعت وړ ګامونه نه دي اخېستل شوي.

د ختیځ، لوېدیځ او مرکزي نورستان ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکي لاهم د درملنې په ګډون د ژوند ډېری چارې په دودیزه بڼه ترسره کوي، چې د امکاناتو د نشتوالي له امله له جدي ننګونو سره مخ دي.

نورستان مېشتي وايي، د پخواني شل کلن جمهوریت پرمهال د نا امنیو او جګړو له امله یې ستونزو ته رسېدنه نه ده شوې او اوس چې د طالبانو رژیم د سرتاسري امنیت ادعا کوي، باید د دغه هېر شوي ولایت د خلکو ستونزو د حل لپاره صادقانه اقدامات وشي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه