د دوحې د غونډې پای: ګوتريش: د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره مشوره کوم

Photo: UN

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش په دوحه کې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو د دويمې غونډې په پای کې وويل چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه ژر مشورې پيلوي.

ښاغلي ګوتريش چې نن (دوشنبه، ۳۰ د سلواغې) يې د خبري کانفرانس پر مهال خبرې کولې، د دوحې دويمه غونډه يې «رغنده» وبلله.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وويل چې د دوحې په غونډه کې توافق وشو چې ځانګړی استازی به د ملګرو ملتونو له غړو، د طالبانو له سرپرست حکومت او د افغانستان د مدني ټولنې له ټولو غړو سره تر «ژورو مشورو» وروسته وټاکل شي.

ده زياته کړه چې پرېکړه وشوه تر څو يو لړ مشورې را پیل کړم او د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره شرایط وارزوم چې نه يوازې د نړيوالې ټولنې د تعامل د همغږۍ دنده ولري بلکې وکولای شي په اغېزناکه توګه له طالبانو سره کار وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له لوري د ځانګړي استازي ټاکل د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» په راپور کې وړانديز شوي و.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په ۲۷۲۳ پرېکړه‌ليک کې دا موضوع تاييد کړې وه او د افغانستان په چارو کې د هيوادونو له ځانګړو استازو يې غوښتي و چې په دې اړه د دوحې په دويمه غونډه کې خپل نظرونه څرګند کړي.

پر کليدي مسايلو اجماع

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وويل چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړو استازو په خپله دويمه غونډه کې د افغانستان په تړاو په کليدي مسايلو کې اجماع درلوده.

ښاغلي ګوتريش وويل چې د هيوادونو ځانګړي استازي په افغانستان کې له تروريزم سره د مبارزې، ټولشموله حکومت جوړولو او بشري حقونو د رعايتولو په تړاو د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» له وړانديزونو سره موافق و.

ده زياته کړه چې موږ يو داسې افغانستان غواړو چې له خپل ځان او ګاونډيانو سره په سوله کې وي او وکولای شي چې د يوه خپلواک او حاکميت لرونکي هيواد په توګه نړيوال تعهدات پر ځای کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وويل چې نړيواله ټولنه فکر کوي چې طالبانو يې هيڅ انديښنې ته ځواب نه دی ويلی او طالبان فکر کوي چې دې انديښنو ته ځواب د دې ډلې دنده نه ده.

ښاغلي ګوتريش وويل چې دې مسلې يو بن‌بست را منځ ته کړی او موږ د دې بن‌بست ماتولو لپاره د «لارې نقشې» ته اړتيا لرو چې دواړه لوري وکولای شي مخ په وړاندې مثبت حرکت وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د پښتون، تاجيک، هزاره، ازبک او د افغانستان د نورو قومونو د استازو په ګډون د ټولشموله حکومت پر جوړولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې داسې حکومت تر اوسه نه دی جوړ شوی.

ده همدا راز وويل چې په افغانستان کې د بشري حقونو په وضعيت او له تروريزم سره په مبارزه کې پرمختګ نه دی شوی او زياته يې کړه چې د وروستيو وختونو پر مهال د ښځو لپاره وضعيت «بدتر» شوی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د طالبانو نه ګډون ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې د دې ډلې له لوري يې ليک تر لاسه کړی و او داسې شرایط پکې مطرح شوي و چې د «منلو وړ نه» و.

ده وويل: «دې شرایطو تر بل هر څه وړاندې د افغانستان د ټولنې له نورو استازو له موږ د خبرو حق اخيست او داسې چلند يې غوښت چې کولای شم ووايم تر ډېره حده رسميت پيژندنې ته ورته و.»

ښاغلي ګوتريش وويل چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون «زيان» نه درلود او دا غونډه ډېره ګټوره وه.

د ځانګړو استازو درېيمه غونډه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په ننني خبري کانفرانس کې وويل چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه به هم په راتلونکې کې جوړه شي.

ښاغلي ګوتريش وويل چې درېيمه غونډه به په همدې جوړښت خو په متفاوته محتوا او سطح جوړېږي او هيله يې وښوده چې طالبان به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه پرون په دوحه کې د هيوادونو د ۲۵ استازو په ګډون پيل شوه او نن يې هم دوام درلود.

په دې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې او ښځو په استازيتوب پنځو تنو ګډون کړی و او د طالبانو مخالفې سياسي او نظامي ډلې نه وې بلل شوې.

د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو لومړۍ غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د تېر ميلادي کال د می مياشتې پر مهال په دوحه کې جوړه شوې وه چې طالبانو ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

دا غونډې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دستور پر اساس او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره په تعامل کې د همغږې، منسجمې او ساختاري تګلارې را منځ ته کولو لپاره جوړېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه