اطلاعات روز: نورستان کې ځایي خلک وایي، چې د دې ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د تېرې شپې د غره ښویدنې له امله ۲۸ تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د غره ښویدنې دا پېښه تېره شپه (یکشنبه، ۲۹ د سلواغې) شاوخوا دوولس نیمې بجې د نورګرام ولسوالۍ د تیتین درې په «نکره» کلي کې را منځته شوې.
د دې درې ځایي اوسېدونکی سعدالله وایي، د دې پېښې له امله شاوخوا دیرش کورونه وېجاړ شوي او په هغو کې پنځه کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
د نوموړي په خبره، د ولسي خلکو او طالب چارواکو د عملیاتو په پایله کې ژغورل شوي کسان د درملنې په موخه د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي.
ده زياته کړې چې په مړو شویو او ټپیانو کې د ځوانانو او سړیو په ګډون ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د غره ښویېدنې د دې پېښې د وروستیو جزيیاتو په تړاو نورستان کې د طالبانو ځايي مسوولینو څه نه دې ویلي، خو په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس سمیع الحق حقبیان د ورځې په اوږدو کې د ۲۵ کسانو د مړینې خبر ورکړی و.
نورستان يو غرنی ولايت دی چې ګڼو اوسېدونکو یې د غره په ډډو کې کورونه جوړ کړي او د ورښتونو، غره ښویدنې او زلزلې پر مهال خلکو ته مالي او ځاني تلفات اوړي.
