د ايران، چين، پاکستان او روسيې استازو د دوحې تر غونډې وړاندې خبرې کړي

اطلاعات روز: په کابل کې د ايران د سفارت سرپرست او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وايي چې د دوحې تر غونډې وړاندې يې د چين، پاکستان او روسيې له ځانګړو استازو سره «مهمه غونډه» درلوده.

ښاغلي قمي نن (يکشنبه، ۲۹ د سلواغې) تر ماشپين وروسته پر ايکس ليکلي چې «تېره مياشت په کابل کې تر ليدنې وروسته مو» د دې غونډې پر مهال «د دوحې تر غونډې وړاندې وضعيت وارزاوه».

د ايران ځانګړي استازي زياته کړې: «مشترکه مسله؛ د افغانستان خلګ، جمعي امنيت او هغه پروسه ده چې وکولای شي د خلګو امنيت، ثبات او همدا راز رفاه تضمين کړي.»

ده ويلي چې د «سيمه‌ييز تماس کمېټه» په دې غونډه کې مهمه او اغېز لرونکې پروسه ده.

ايران وايي چې د «سیمه‌ييز تماس کمېټه» يې د افغانستان په مسله کې د سيمه‌ييزو هيوادونو د همغږۍ لپاره را منځ ته کړې او که د هيوادونو له لوري د دې کميټې مسير تعقيب شي، په افغانستان کې د ثبات لامل کېږي.

د ايران استازی يو څه موده وړاندې د «افغانستان د سيمه‌ييزې همکارۍ د نوښت غونډه» تر عنوان لاندې په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت په کوربتوب او د بېلابېلو هيوادونو د استازو په ګډون شوې غونډه، د سيمه‌ييز تماس د ډلې لومړۍ ناسته ګڼي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي هم ويلي و چې د دوحې په غونډه کې د خپل هيواد شريکان سم لور ته رهبري کوي.

د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه نن د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې روانه ده.

د ايران ځانګړي استازي همدا راز پر ايکس ليکلي چې د دې غونډې تمرکز پر دې دی: «د نړيوالو پروسو لپاره جمعي تصميم د ټولو اړخونو په مشوره او غير تحميلي وي، د افغانستان موضوعي لومړيتوبونه ته پکې پام وشي او پرېکړي د افغانستان، ګاونډيانو، سيمې او نړيوال چاپېريال د متقابلو او مشروعو اړيکو پر اساس وي.»

طالبانو په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو له لوري د دوی د شرطونو د نه منل کېدو له وجې ګډون نه دی کړی.

له راپورونو سره سم، د افغانستان د مدني ټولنې او ښځو په استازيتوب په دې غونډه کې درو ښځو او يوه نارينه ګډون کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه