د ۱۲ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران: طالبان په نړۍ کې د بشري حقونو د تر ټولو بد او وحشتناک وضعيت مسوول دي

اطلاعات روز: د ۱۲ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه ګډه اعلاميه کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت ډېر بد او وحشتناک ګڼلی او ويلي يې دي چې طالبان د دې وضعيت مسوول دي.

دا اعلاميه پرون (شنبه، ۲۸ د سلواغې) د مونيخ امنيتي کانفرانس په څنډو کې د البانيا، اندورا، بلجيم، بلغارستان، کاناډا، فرانسې، جرمني، کوزوو، ليختن اشتاين، مغولستان، هالنډ او رومانيا د بهرنيو چارو وزیرانو له لوري خپره شوې ده.

دوی په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د دوامدار نقض په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له طالبانو يې غوښتي چې سيسټماټيکه جنسي ځورونه چې د بشريت پر خلاف جنايت کېدلای شي، پای ته ورسوي.

په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې طالبانو د بشري حقونو د ملاتړ او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د اساسي حقونو په برخه کې هيڅ پرمختګ نه دی کړی، بلکې برعکس پرشاتګ يې کړی.

په دې اعلاميه کې ويل شوي: «طالبان په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د يو تر ټولو بد او وحشتناک وضعيت مسوول دي.»

د ۱۲ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ويلي، چې طالبانو له عمومي ژوند څخه د افغانستان د نيم نفوس په حذفولو او سياسي تصميم نيونې سره د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي.

دوی له طالبانو غوښتي چې د نړيوالو قوانينو په ځانګړې توګه د بشري حقونو د قوانينو پيروي وکړي او د قومي او مذهبي لږکيو په ګډون د افغانستان د ټولو وګړو د حقونو خونديتوب وکړي او هغه پرېکړې لغوه کړي چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه محدودوي.

همدا راز د ۱۲ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ټينګار کړی چې طالبان دې نجونو ته اجازه ورکړي چې له نړيوالو معيارونو سره سم د منځنۍ کچې زده کړې وکړي.

د دې چارواکو په اعلاميه کې راغلي چې په افغانستان کې بايد د ښځو او نجونو حقونو ته نړيواله ټولنه پاملرنه وکړي او له حقوقي ابزارو په استفادې دې د نړيوالو کنوانسيونو د مقرراتو په ګډون چې افغانستان يې غړيتوب لري د نړيوالو قوانينو د نقض پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې پیاوړې کړي.

دوی ټينګار کړی چې د افغانستان نړيوالو تعهداتو په ځانګړې توګه بشري حقونو ته پابندي په نړيوال سيسټم کې د دې هيواد د بيا ادغام لپاره لومړنۍ اړتياوې وي.

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې پر افغانستان تر بيا واکمنېدو وروسته د افغانستان د وګړو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو سخت محدوديتونه لګولي دي.

اوس مهال ښځې او نجونې د کار او زده کړو او همدا راز د ازاد تګ-راتګ اجازه نه لري.

طالبانو د خپلو محدوديتونو په دوام په دې وروستيو کې يو شمېر ښځې له ځينو ښارونو څخه د جامې د څرنګوالي له کبله ونیولې، چې دې اقدام پراخ منفي غبرګونونه له ځان سره درلودل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه