اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د ایران پوله ساتو ځواکونو یو ۲۹ کلن هلمندی ځوان په ډزو وژلی دی.
له ايران څخه يوه سرچینه دغه ځوان د عصمت الله په نوم یادوي او ادعا کوي چې نوموړی تېره ورځ (شنبه، ۲۸ د سلواغې) ناوخته د «قلګان» مرز سیمه کې د ایراني ځواکونو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، عصمت الله د هلمند د مرکز لښکرګاه اوسيدونکی و، چې ايران ته د کار لپاره تللی و او له هغه ځایه د ستنیدو پر مهال پرې ایراني ځواکونو ډزې کړي او وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د افغانستان او ايران ترمنځ پر پوله د ايراني پوله ساتو په ډزو کې عام افغانان وژل شوي دي.
