اطلاعات روز: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ غونډه نن (یکشنبه، ۲۹ د سلواغې) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې پېلېږي.
په دې غونډه کې به د مدني ټولنې استازي او افغان مېرمنې هم ګډون وکړي.
دې غونډې ته طالبان هم رابلل شوي وو، خو دوی اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو له خوا د دوی شرطونه نه دي منل شوي او له همدې امله د دوی ګډون بې ګټې دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ، چې ملګرو ملتونو ته يې وضاحت ورکړی و، چې د دوحې په غونډه کې د دې ډلې ګډون هغه وخت ګټور دی چې د افغانستان د يوازيني مسوول اړخ په توګه ګډون وکړي او په لوړه کچه د طالبانو او ملګرو ملتونو د چارواکو تر منځ د روښانه خبرو زمينه برابره شي.
باید وویل شي، چې د دوحې په ناسته کې طالبانو ته د ګډون بلنه د سیاسي جریانونو او معترضو ښځو له پراخ مخالفت سره مخ شوې وه.
په دې غونډه کې له افغانستان سره په تعامل کې د هيوادونو د همغږي او منسجم چلند په تړاو بحث کېږي او د هيوادونو ځانګړي استازي د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» راپور ارزوي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه خبرې کوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا د ځانګړي استازي ټاکل د دې غونډې د اجنډا په سر کې دی؛ هغه څه چې طالبان یې مخالف دي.
