اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو له لوري د دوی د شرطونو د نه منل کېدو له وجې دا ډله په دوحه کې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو په دويمه غونډه کې ګډون نه کوي.
دې وزارت نن (شنبه، ۲۸ د سلواغې) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې ملګرو ملتونو ته يې وضاحت ورکړی و چې د دوحې په غونډه کې د دې ډلې ګډون هغه وخت ګټور دی چې د افغانستان د يوازيني مسوول اړخ په توګه ګډون وکړي او په لوړه کچه د طالبانو او ملګرو ملتونو د چارواکو تر منځ د روښانه خبرو زمينه برابره شي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې چې «په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله امارت بې پايلې ګډون ګټور ونه باله».
دا لومړی ځل دی چې طالبان د ملګرو ملتونو په کوربتوب په يوه غونډه کې له ګډونه ډډه کوي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو په لومړۍ غونډه کې دې ډلې ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوتريش په کوربتوب سبا د دوحې په ښار کې پيل شي او د دوشنبې تر ورځې به دوام وکړي.
په دې غونډه کې له افغانستان سره په تعامل کې د هيوادونو د همغږي او منسجم چلند په تړاو بحث کېږي او د هيوادونو ځانګړي استازي د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» راپور ارزوي او د افغانستان لپآره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه خبرې کوي.
ملګرو ملتونو نه دې ويلي چې دې غونډې ته د افغانستان نورې کومې سياسي او مدني ډلې رابلل شوې دي، خو ويل کېږي چې دې غونډې ته يو شمېر سياسي څيرې، د ښځو او بشر د حقونو فعالان بلل شوي دي.
