د روسيې د امنيت شورا منشي: په افغانستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې شته دي

MFA Russia

اطلاعات روز: د روسيې د امنيت شورا منشي نيکلای پاتروشف د قرقيزستان په بيشکيک کې د امنيتي غونډې پر مهال ويلي چې ۲۰ ترهګر سازمانونه له ۲۳ زره کسانو سره په افغانستان کې موجود دي.

دا غونډه پرون (جمعه، ۲۷ د سلواغې) د روسيې، ايران، چين، هند، پاکستان، تاجيکستان، قرقيزستان، ازبکستان او ترکمنستان د امنيت شورا د منشیانو په ګډون د افغانستان په تړاو جوړه شوې وه.

د ټاس له راپور سره سم، پاتروشف په دې غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال وويل چې افغانستان د لوېديځ د جيوپوليټيک د نه ختمېدونکو ځنځيري طرحو يوه کړۍ ده.

د روسيې دې لوړپوړي امنيتي چارواکي ويلي: «په افغانستان کې د اوسني سخت وضعيت مسوليت بايد په بشپړه توګه د امريکا او د هغې د متحدينو پر غاړه وي. واشنګټن هلته (افغانستان) د خپل ۲۰ کلن حضور پر مهال د وضعيت د ښه والي لپاره هيڅ هم نه دي کړي.»

ده ويلي چې لوېديځ له افغانستانه د وتلو پر مهال د زياتې کچې وسلې په پرېښودلو ساعتي بم تر شا پرېيښی دی.

د روسيې د امنيت شورا منشي ويلي: «نن [دا وسلې] د افغان ډلو تر منځ د جګړې د تشديد لپاره استفاده کېږي، په تور بازار کې پلورل کېږي او په درېيم هيواد کې د ترهګرو لاس ته لوېږي.»

دې روسي چارواکي ادعا کړې چې لوېديځ په افغانستان کې د خپل حضور او په دې لړ کې له ترهګرو ډلو څخه د خپلې استفادې په لټه کې دی.

پاتروشف زياته کړې: «زموږ له اټکلونو سره سم، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ترهګر سازمانونه دي چې تر ۲۳ زره زيات جنګيالي ورسره دي.»

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه ادعاوې شوې او راپورونه خپاره شوي دي، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه