ملګري ملتونه: د افغانستان ۷۰ سلنه ښځې د طالبانو له لوري له ځورونې وېره لري

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د معاونت دفتر (یوناما) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ۷۰ سلنه ښځې د طالبانو له لوري له ځورونې وېره لري.

یوناما په خپل تازه راپور کې چې پرون (جمعه، د سلواغې) خپور شوی، ویلي چې د طالبانو له لوري د حجاب د حکم له «خپل سري او سخت» پلي کېدو وروسته په ښځو کې وېره زیاته شوې ده.

د دغه راپور له مخې چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۷۴۵ ښځو سره د مرکو په ترڅ کې چمتو شوی، مېرمنو ویلي، چې د دغه حکم په پلي کېدو سره په عامه ځایونو کې ځورونې زیاتې شوي او له کوره د وتلو توان یې لا محدود کړی دی.

په راپور کې راغلي چې ښځې د طالبانو د پولیسو له لوري د نیول کېدو له کبله د اوږدې مودې بدنامۍ او شرم څخه وېره لري.

یوناما په خپل راپور کې ویلي، چې د ټولنیزو فشارونو او د طالبانو له لوري د عزت ساتلو د حکمونو له امله اوس نارینه په کورنیو کې د طالبانو د قوانینو د پلي کوونکو په توګه ګرځېدلي دي.

د یوناما د راپور له مخې په سلو کې ۵۷ سلنه ښځو ویلي، کله د نارینه محرم پرته له کوره بهر کېږي د ناامنۍ احساس کوي.

په دې راپور کې ښځو ویلي، چې د دوی د امنیتي خطر او اندیښنې کچه هغه وخت زیاتیږي کله چې د طالبانو نوی حکم په ځانګړې توګه ښځې په نښه کوي.

په راپور کې راغلي چې ۴۴ سلنه ښځې هغه مهال د «بشپړ» خونديتوب احساس کوي کله چې له یو نارینه محرم سره له کوره وځي، خو ۴۷ سلنه بیا تر یوې کچې د خوندیتوب احساس کوي.

یو شمېر ښځو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د معاونت دفتر ته ویلي، چې د کورنۍ نارینه غړي یې هم ویره لري او نه غواړي چې د کورنۍ له ښځینه غړو سره له کوره ووځي؛ ځکه دا کار دوی د طالبانو له زور زیاتي سره مخ کوي.

په راپور کې راغلي چې د طالبانو چلند ټولنیز باور کم کړی او شاوخوا ۹۶ سلنه ښځو ویلي، چې دوی د ګاونډیانو په ګډون پر ډېرو خلکو باور نه شي کولای.

د طالبانو رسمیت پیژندنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه  پلاوي د معاونت دفتر د راپور پر اساس، ۶۷ سلنه ښځو ویلي چې د طالبانو په رسمیت پېژندل به د دوی پر ژوند د پام وړ اغېز وکړي.

میرمنو زیاته کړې، چې د طالبانو په رسمیت پیژندل کیدای شي د ښځو د حقونو کړکیچ نور هم تشدید کړي او د طالبانو لخوا د شته محدودیتونو د پیاوړتیا او پراخیدو خطر زیات کړي.

یوناما ویلي، چې ۳۲ سلنه ښځې په دې باور دي چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول محدودیتونه له لېرې کولو وروسته باید د طالبانو په رسمیت وپېژندل شي، ۲۵ سلنه بیا ویلي چې د ښځو پر وړاندې د ځانګړي محدودیتونو له لېرې کولو وروسته دې وپیژندل شي او ۲۸ سلنه بیا ویلي، چې په هیڅ صورت او په هیڅ ډول شرایطو کې باید طالبان په رسمیت ونه پیژندل شي.

د یوناما د راپور له مخې، یو شمیر ښځو د دوی حقونو په برخه کې له پرمختګ پرته د طالبانو په رسمیت پېژندل د ښځو پر انسانیت او د انسان پر کرامت برید بللی او د اندېښنې په څرګندولو سره يې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې طالبان دې تر هغو په رسميت نه پېژني، چې بشري حقونه يې په بشپړه توګه نه وي تامين شوي.

د ټولنې اړوند پریکړو کې د ښځو ونډه

د یوناما په راپور کې راغلي چې یوازې یو سلنه ښځو ویلي، چې دوی د ټولنې په تصمیم نیولو کې اغېزمنې دي او پاتې نورو بیا ویلي چې دوی په دې پرېکړو کې هیڅ اغېز نه لري.

یوناما زیاته کړې، چې د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې ۱۷ سلنه ښځو ویلي وو، چې دوی د ټولنې په پرېکړو کې اغېزمنې دي.

میرمنو ویلي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د دوی پر وړاندې د ټولنې رویه سخته شوې او په مستقیم او غیر مستقیم ډول د دوی پر ژوند اغېز کوي.

دوی زیاته کړې، چې د ښځو ضد ټولنیز چلند د کورنۍ د نارینه غړو، لویانو او ماشومانو دواړو په ارزښتونو او فکرونو اغېزه کړې او د ټولنې غړي د ښځو د ځورولو په ګډون د طالبانو تګلاره پلي کوي.

په راپور کې راغلي چې ښځې په ټولنه کې د خپل غږ د نشتوالي له امله خواشینې دي او دا حقیقت چې دوی نه شي کولی حتی په شخصي چارو لکه جامو کې د ځان استازیتوب وکړي.

یوناما ویلي، چې په ملي او سیمه ییزه کچه په عامه غونډو کې د ګډون رسمي چینلونه د طالبانو له خوا منحل شوي، د ښځو اندیښنو ته د ځواب ویلو لپاره کوم رسمي میکانیزم نشته او د طالبانو تر کنټرول لاندې جوړښتونو کې د ښځو نشتون د دوی لپاره د خدماتو او معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

په راتلونکو نسلونو د طالبانو د چلند اغیز

د یوناما د راپور له مخې، ښځو ویلي چې د طالبانو تګلارې او په ټولنیزو چلندونو کې محافظه کاره بدلونونه ورځ تر بلې عادي شوي او د ټولنې په جوړښت کې یې ځای نیولی او دې کار دوی اندېښمنې کړې دي.

دوی خبرداری ورکړی چې دا کار کولای شي د افغانستان راتلونکي نسلونه له رواني او ایډیالوژیک اړخه «فاسد» کړي.

د یوناما زیاته کړې، ښځې اندېښمنې وې چې د طالبانو د ښځه ځپونکو تلګلارو افشا کېدل به د نارینه وو او هلکانو ترمنځ دا تاثر پیدا کړي چې ښځې او نجونې نه ظرفیت او نه هم ټولنیز، سیاسي یا اقتصادي فرصتونو ته اړتیا لري.

دوی ویلي، چې دا چاره دا باور پیاوړی کوي چې ښځې او نجونې باید په کور کې د نوکر په توګه پاتې شي.

یوناما ویلي، چې ښځې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو منع کولو د پایلو په ګډون د ماشومانو ودونو، د دیني زده کړو څخه محرومیت، اقتصادي پیاوړتیا او د مهمو مهارتونو زده کولو ته اندیښمنې دي.

طالبانو د افغانستان له بیا نیولو راهیسې د ښځو پر حقونو او ازادیو پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.  دې ډلې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړي او پوهنتونونه يې د ښځو پر مخ تړلي دي.

طالبانو هم د ښځو پر جامو او په ټولنه کې د هغوی پر حضور پراخ محدودیتونه لګولي، د ملګرو ملتونو په دفترونو او کورنیو او نړیوالو نادولتي موسېسو کې یې د کار مخه نیولې او د هغوی شخصي کاروبارونه یې بند کړي دي.

پر دې سربیره طالبانو په پرلپسې توګه د ښځو د حقونو فعالان نیولي، وهلي، بندیان کړي او شکنجه کړي دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو کارپوهانو او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو ویلي وو، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند یو «بشریت ضد جنایت» دی او د «جنسي تبعیض» په توګه ګڼل کېدای شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه