اطلاعات روز: د طالبانو مخالفو جريانونو په يوه ګډه اعلاميه کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي او د دوحې د غونډې له ګډونوالو غوښتي چې په دې غونډه کې د ټولو سياسي اړخونو حضور ته د زمينې په برابرولو سره دې يو داسې فرصت رامنځته کړي چې د ملي بهير له لارې اوسنی وضعيت بدل او د افغانستان د خلکو د ارادې پر اساس قانوني دولت جوړېدو ته زمينه برابره شي او په هيواد کې روان کړکېچ پای ته ورسېږي.
دا اعلاميه نن (پنج شنبه، ۲۶ د سلواغې) خپره شوې او په پای کې يې د طالبانو مخالفې نظامي جبهې، د ښځو اعتراضي خوځښتونه، اته ګوندونه او څو شوراګانې ليکل شوې دي. جمعيت اسلامي، وحدت، جنبش ملي، اسلامي، دعوت او «د افغانستان ژغورنې لپاره ملي مقاومت جبهه» د دې اعلاميې لاسليکوونکې بلل شوې دي.
دې جريانونو ويلي، چې افغانستان د ۲۰۲۱ د اګست پر پنځلسمه د داخلي او نړيوالې توطيې له لارې طالبانو ته سپارل شوی چې په پایله کې يې سياسي نظام هم وپاشل شو، حکومتولي وځنډېدله او د طالبانو ډله «په جابرانه او غير مشروع توګه پر افغانستان واکمنه شوه».
د طالبانو مخالفينو دا ډله د بشري حقونو په نقض تورنه کړې او ويلي يې دي چې په قطر کې د ملګرو ملتونو د غونډې په ګډون په نړيوالو غونډو کې د طالبانو په رابللو سره نه يوازې د افغانستان استازولي نه کېږي، بلکې هغوی ته جسارت ورکوي تر څو تر پخوا په زياته کچه خپلو تاوتريخجنو چلندونو ته دوام ورکړي.
دې جريانونو زياته کړې: «په داسې حال کې چې موږ د طالبانو له داسې چلند او د هغوی له فکري ماهيت سره په تقابل کې يو، خو بيا مو هم باور دادی چې له مور وطن څخه د دفاع حق په مدني او ميداني مبارزو کې مشروع او خوندي دی او په عين مهال کې مو لومړيتوب دادی چې د هيواد کړکېچ د خبرو له لارې حل شی.»
په همدې حال کې د طالبانو د مخالفو سياسي جريانونو په اعلاميه کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي او په دوحه کې د دې سازمان د مشورتي غونډې له ګډونوالو غوښتل شوي: «د دې سازمان په راتلونکې غونډه کې د افغانستان د ښکېلو سياسي اړخونو حضور ته د زمينې په برابرولو سره د دې فرصت برابر شي چې د ملي پروسې له لارې اوسنی وضعيت بدل او د افغانستان د خلکو د ارادې پر اساس د قانوني دولت جوړېدو ته زمينه برابره شي تر څو زموږ په هيواد کې روان کړکېچ پای ته ورسېږي.»
ټاکل شوې، چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه د روانې ميلادي مياشتې پر ۱۸ او ۱۹مو نېټو په دوحه کې جوړه شي.
دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي آنټونيو ګوتريش په کوربتوب جوړېږي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۲۷۲۱ پرېکړهليک سره سم په کې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» وړانديزونه ارزول کېږي.
د دې غونډې د جوړېدو موخه «د افغانستان د خپلواکې ارزونې سپارښتنو ته په پام په منسجمه، همغږې او ساختاري توګه د افغانستان په اړه د نړيوالې ښکېلتيا د زياتوالي د تګلارې پر څرنګوالي بحث» کول بلل شوي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له لوري د ځانګړي استازي ټاکل د دې غونډې د کار برخه ده.
طالبانو ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو هغوی خپل ګډون مشروط کړی دی.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي ويلي، چې که د دوحې په غونډه کې د دې ډلې او ملګرو ملتونو ترمنځ د ټولو موضوعاتو په اړه د خبرو فرصت برابر شي او دا ډله وکولای شي د افغانستان استازيتوب وکړي، بيا دا يو ښه فرصت دی.
خو د طالبانو مخالفو جريانونو ويلي، چې د دوحې د غونډې د برياليتوب لپاره اړتيا ده چې د خلکو غوښتنو، د موثرو سياسي جريانونو او ښکېلو اړخونو همکارۍ ته پاملرنه وشي او د افغانستان د خلکو په غياب کې د طالبانو له ډلې سره له هر ډول سياسي – ډيپلوماټيک تعامل څخه ډډه وشي.
د طالبانو مخالفو سياسي جريانونو د افغانستان له خلکو سره د بشرپالو همکاريو دوام يوه حياتي چاره بللې، خو ويلي يې دي چې له فقيرو خلکو سره بشرپالې همکارۍ او د طالبانو له تروريستي ډلې سره اقتصادي همکاري دوې بېلي چارې دي.
دې جريانونو ويلي، چې په داسې شرایطو کې د طالبانو له ډلې سره هر ډول همکاري د افغانستان خلکو ته هيڅ ډول ګټه نه لري او برعکس به دا ډله د انساني اصولو د پياوړتيا له مسير څخه منحرفه کړي.
مخالفينو ټينګار کړی چې ملګري ملتونه او مرستندوی بنسټونه بايد د افغانستان له خلکو سره د بشرپالو همکاريو او د طالبانو له ډلې سره د مرستې ترمنځ محتاطانه توپير وکړي، دا يوه ضروري چاره ده او د افغانستان د خلکو مشروع غوښتنه ده.
دوی د افغانستان د خلکو وجهي صندوق ته د طالبانو د احتمالي لاسرسي په اړه هم اندېښنه ښودلې.
