اطلاعات روز: د افغانستان په اړه د اروپايي اتحاديې د ځانګړو استازو او د مرکزي اسيا د پنځو هيوادونو غونډه د قيرقيزستان د بهرنيو چارو وزارت په کوربتوب جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی پلاوي (يوناما) رييسې رزا اوتنبايوا هم ګډون کړی و.
په مرکزي اسيا کې د اروپايي اتحاديې استازولۍ نن (چهارشنبه، ۲۵ د سلواغې) پر ايکس ليکلي چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د سولې او اوږدمهالي ثبات لپاره د همکاريو په اړه د دې اتحاديې له شريکانو او يوناما سره خبرې شوې دي.
دا غونډه په دوحه کې د افغانستان په اړه د هيوادونو د ځانګړو استازو د غونډې تر جوړېدو وړاندې شوې ده.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه د راتلونکې اونۍ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې جوړه شي.
دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي آنتونيو ګوتريش په کوربتوب جوړېږي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۲۷۲۱ پرېکړهليک سره سم پکې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» وړانديزونه ارزول کېږي.
وړاندې د افغانستان په چارو کې د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي توماس نيکلسون د افغانستان په اړه د معنادارو خبرو لپاره د دوحې غونډه يو مهم فرصت بللی و.
