په کابل کې د ايران استازی: طالبانو د دوحې په غونډه کې خپل ګډون مشروط کړی

Photo: IRNA

اطلاعات روز: په کابل کې د ايران سفير او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وايي چې د طالبانو حکومت په دوحه کې د هيوادونو د استازو په غونډه کې د خپل ګډون لپاره دوه «مهم شرطونه» اعلان کړي دي.

ده نن سهار (چهارشنبه، ۲۵ د سلواغې) د طالبانو د شرطونو په اړه له وضاحت ورکولو پرته پر ايکس وليکل: «ښه فرصت دی تر څو معلومه شي چې د غونډې له اهدافو سره سم د تعامل لپاره د “منصفانه لارې” د پيدا کولو هڅې څومره جدي دي؟»

قمي زياته کړې چې که «د سيمه‌ييز تماس د کميټې مسير ته پاملرنه وشي او د تعامل مسير تعقيب شي، يو باثباته افغانستان به ولرو.»

د طالبانو وياندويانو د دوحې په غونډه کې د دې ډلې د ګډون کولو د تصميم په تړاو څه نه دې ويلي.

تر دې وړاندې د طالبانو چارواکو اعلان کړی و چې دې غونډې ته بلل شوي دي، خو د خپل ګډون په اړه به پرېکړه کوي. دې ډلې د غونډې د اجنډا او جوړښت په اړه د وضاحت غوښتنه کړې.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه د راتلونکې اونۍ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې جوړه شي.

دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي آنتونيو ګوتريش په کوربتوب جوړېږي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۲۷۲۱ پرېکړه‌ليک سره سم پکې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» وړانديزونه ارزول کېږي.

د ايران سفير او استازي تر دې وړاندې هم د دې غونډې په اړه ويلي و چې ګاونډي او د سیمې هيوادونه د افغانستان له ثبات سره د مرستې په موخه له طالبانو سره د همکارۍ او تعامل په لټه دي.

دا په داسې حال کې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند ميتو ميلر د دوحې د غونډې په اړه ويلي چې دا هيواد د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه‌ليک د غوښتنې کلک ملاتړ کوي او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غواړي چې هر څومره ژر کېږي، دا استازی دې وټاکي؛ هغه موضوع چې طالبان ورسره مخالف دي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف هم يو څه موده وړاندې د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې په تړاو ويلي و چې د خپل هيواد شريکان به د «سم چلند» لور ته رهبري کوي.

بل لور ته د ښځينه معترضينو په شمول د ښځو د حقونو يو شمېر فعالان د دوحې په غونډه کې د طالبانو له حضور سره مخالف دي او دا له طالبانو سره د اړيکو د عادي کولو غونډه بولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه