د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټه د دوحې د توافق په اړه د خليلزاد په شتون کې غونډه کوي

اطلاعات روز: د امريکا د استازو د بهرنيو اړيکو کميټې اعلان کړی چې ټاکل شوې ده سبا (پنجشنبه، ۲۶ د سلواغې) «د بايډن د حکومت له لوري د دوحې توافق‌ليک د پلي کېدو د څرنګوالي» په اړه غونډه وکړي.

په دې غونډه کې د افغانستان په سوله کې د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد چې د دوحې د توافق را منځ ته کوونکی ګڼل کېږي، شاهدي ورکوي.

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې د دې غونډې موضوع «تر پردې شاته: څرنګه د بايډن حکومت ونشوای کولای د دوحې توافق پلی کړي» نومولې.

د دوحې توافق‌ د ۲۰۲۰ کال پر مهال د فبروري په مياشت کې د امريکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې لاسليک شو.

د دې توافق له مخې امريکايي او بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل او تر دې وروسته طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل.

د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط وروسته امريکا د خپلو وګړو او متحدينو د انتقال لپاره د تخليې عمليات وکړل چې له ګډوډۍ سره مله و او د داعش له لوري ځانمرګی بريد هم پرې وشو. په دې بريد کې په لسګونو افغان وګړي او ۱۳ امريکايي سرتېري ووژل شول. له افغانستانه څخه د بايډن د حکومت د وتلو پر ډول سختې نيوکې کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه