امريکا: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو بشپړ ملاتړ کوو

Photo: captured from a video via state.gov

اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ميتو ميلر ويلي چې دا هيواد د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه‌ليک ملاتړ کوي او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غواړي چې ژر دې دا استازی وټاکي.

ميلر دا څرګندونې پرون (سې‌شنبه، ۲۴ د سلواغې) په يوه خبري غونډه کې د يوې پوښتنې پر مهال وکړې او په دوحه کې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو د جوړېدونکې غونډې په اړه يې د امريکا دريځ بيان کړ.

ده ويلي چې د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ او رينا اميري به د دوحې په غونډه کې ګډون کوي.

ميلر زياته کړې چې د دوحې غونډه د امنيت شورا له پرېکړه‌ليک سره سمه جوړېږي او امريکا د پرېکړه‌ليک د غوښتنې ملاتړ کوي.

ده ويلي: «متحده ايالات افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د لېږلو لپاره د پرېکړه‌ليک د غوښتنې کلک ملاتړ کوي او له عمومي منشي غواړي چې هر څومره ژر کېدلای شي يو ځانګړی استازی دې وټاکي.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړې چې يو ځانګړی استازی به «په دې پرېکړه‌ليک کې د ټاکل شويو موخو» د لاسته راوړلو لپاره د افغانستان په تړاو د نړیوالو تعاملاتو د همغږي کولو په لړ کې «ښه رول ولري».

دا په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د داسې استازي له ټاکلو سره مخالف دی. دا ډله وايي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (يوناما) په شتون کې د ځانګړي استازي ټاکل کېدو ته اړتيا نشته.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه د راتلونکې اونۍ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې جوړه شي.

دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي آنتونيو ګوتريش په کوربتوب جوړېږي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۲۷۲۱ پرېکړه‌ليک سره سم پکې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» وړانديزونه ارزول کېږي.

د دې غونډې د جوړېدو موخه «د افغانستان د خپلواکې ارزونې سپارښتنو ته په پام د افغانستان په اړه په منسجمه، همغږې او جوړښتيزه توګه د نړيوالې ښکېلتيا د زياتولو د تګلارې پر څرنګوالي بحث» ګڼل شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه