اطلاعات روز: له نيمروز څخه يوه ځايي سرچينه وايي چې نامعلومو وسلوالو کسانو د مرکز زرنج – دلارام پر لويه لار د عبدالرحمان په نوم يو قومي مشر وژلی دی.
دې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې دا پېښه پرون (سېشنبه، ۲۴ د سلواغې) سهار مهال په «داکو» سيمه کې رامنځ ته شوې چې کله ياد کس له دلارام ولسوالۍ څخه زرنج ښار ته روان و.
سرچينه وايي چې د دې وژنې لامل څرګند نه دی خو له معلوماتو سره سم، څه موده مخکې ياد قومي مشر د دوو دښمنو کورنيو تر منځ د روغې-جوړې هڅه کوله او ښايي له همدې له امله وژل شوی وي.
هڅه مو وکړه چې د دې پېښې په اړه په نيمروز کې د طالبانو د امنيتي کسانو نظر هم واخلو، خو هغوی تر اوسه څه نه دې ويلي.
