د پکتيکا اوسېدونکي د وحشي ژويو او مرغانو ښکار اندېښمن کړي

انځور: پکتیکا کې د طالبانو د چاپیریال ساتنې ریاست

په پکتيکا ولايت کې ځايي خلک د وحشي ژويو او مرغانو د ښکار له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، د ژمي په راتګ سره د دغه ولايت په ځينو سيمو کې لاهم ښکاريان د روزل شويو سپيو او ښکاري ټوپکو په ذريعه ښکار کوي.

پکتيکا چې غرنيز ولايت ګڼل کېږي، د ژمي موسم پر مهال ښکاريان غرونو ته د ښکار کولو لپاره ځي او هلته د مختلفو مرغانو او وحشي ژويو د رانيولو هڅه کوي.  

د ياد ولايت لپاره د طالبانو د چاپيريال ساتنې رياست مسوولينو بيا ويلي، چې د ناقانونه ښکار د مخنيوي لپاره يې له امنيې قومندانۍ د همکاري غوښتنه کړې ده.

د پکتيکا خلک وايي، په مرکز ښرنې، ارګون، خيرکوټ، برمل او ځينو نورو ولسواليو کې د مرغانو او بېلابېلو وحشي ژويو نيولو او قاچاق اندېښمن کړي او د چاپيريال لپاره يې په زيان بولي.

د ښرنې ښار اوسېدونکی رقيب الله وايي، په لېرې پرتو سيمو کې د واورو پر مهال ځوانان غرونو ته ځي او هلته د ښکاري ټوپکو او يا هم د روزل شويو سپيو پرمټ وحشي ژوي رانیسي او يا يې هم په بې رحمانه ډول له منځه وړي.

نوموړی زياتوي، چې د پکتيکا ولايت په غرونو کې زيات ډوله مرغان او وحشي ژوي شته، چې اوس يې د ناقانونه ښکار له امله زياته برخه له منځه تللي او يا هم له دغو سيمو او غرونو نورو ولايتونو ته کوچېدلي دي.

رقيب الله اطلاعات روز ته وويل: «کله چې د دلوې مياشت را پېل شي او واورې و وريږي، نو زمونږ د پکتيکا ولايت په ځينو سيمو کې ځوانان له ښکاري ټوپکو او تازي سپيو سره يو ځای غرونو ته ځي او هلته د مرغانو، زرکو او يا د نورو ګېدړو، غرڅو او نورو ژويو ښکار کوي، چې دا دغې سيمې ته په زيان دی.»

په دغه ولايت کې ځينې خلک د مرغانو او وحشي ژويو د قاچاق له امله هم اندېښمن دي او وايي، ځينې خلک د پيسو په بدل کې ګاونډي پاکستان ته مرغان او وحشي ژوي قاچاقوی.

دوی وايي، د طالبانو د چاپيريال ساتنې رياست تر اوسه د ناقانونه ښکار او قاچاق مخنيوی لپاره هڅی نه دي کړې او ټينګار کوي چې په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.

د ارګون ولسوالۍ د پوښتۍ سيمې اوسېدونکی عزيزالله له اطلاعات روز سره په خبرو کې د ناقانونه ښکار لپاره د سيمه ييزو تړونونو عملي کېدل اړين بولي او وايي، چاپيريال ساتنې رياست او ښکېلې نورې ادارې نه شي کولای چې د سيمې د خلکو له همکارۍ پرته د ښکار مخنيوی وکړي.

ښاغلي عزيز الله داسې وویل: «د ښکار مخنيوی يا د وحشي ژويو ساتنه دا چاپيريال ساتنې رياست او يا هم قومنداني نه شي کولای، ځکه هغوی چېرته د واورو په موسم کې لېرې ولسواليو ته لاسرسی لري، خو ښه لاره يې دا ده چې قومي ناغې بايد ولګول شي لکه چې د ځنګلونو په برخه کې شوې نو بيا جرات نه شي کولای چې يو څوک دې ښکار وکړي.»

د تازيانو په نوم سپي ډېر وخت د ښکار لپاره روزل کېږي، چې پکتيکا کې خورا ګڼ مينوال لري. انځور: خواله رسنۍ

د پکتيکا خلک وايي، په تېرو دوو لسيزو کې د جګړو له امله د وحشي ژويو او مرغانو ډېره برخه پاکستان ته کوچېدلي وو، خو له تېرو دوو کلونو راهيسی يو ځل بيا په غرونو کې د دغو ژويو شمېر زيات شوی دی.

د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو د چاپيريال ساتنې رياست چارواکو بيا په يوې خبرپاڼه کې د ناقانونه ښکار او قاچاق مخنيوي لپاره له امنيې قومنداني د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دغه رياست په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د چاپيريال ساتنې ريیس سجاد خان وقاص او کاري ټيم يې له امنيې قومندان سره د ليدنې پرمهال د ښکار مخنيوي او ښکاريانو سره د قانوني چلند لپاره همکاري غوښتې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې امنيې قومندانۍ هم د ښکار په اړه د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان عملي کولو لپاره چاپيريال ساتنې رياست ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د پکتيکا ولايت سربېره د هيواد په ګڼو نورو ولايتونو کې هم د مرغانو او وحشي ژويو له ناقانونه ښکار شکايتونه شوي او د طالبانو له حکومت څخه يې د مخنيوي غوښتنه هم شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه