اطلاعات روز: د پاکستان د ټاکنو کميسيون د دې هيواد د سرتاسري ټولټاکنو پايلې اعلان کړې دي او له مخې يې د عمران خان له ملاتړه برخمنو خپلواکو نوماندانو د دې هيواد د پارلمان ډېری څوکۍ ګټلې دي.
د رويټرز له راپور سره سم، د پاکستان د ټولټاکنو وروستۍ پايلې چې نن (يکشنبه، ۲۲ د سلواغې) د دې هيواد د ټاکنو د کميسيون پر ويبپاڼې خپرې شوې دي، ښيي چې خپلواکو نوماندانو د پارلمان ۱۰۱ څوکۍ ګټلې دي.
د دې رسنۍ له راپور سره سم، په دې لړ کې ۹۳ څوکۍ د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند له ملاتړه برخمنو تر لاسه کړې دي.
د پاکستانۍ ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې له راپور سره سم، د نواز شريف په مشرۍ مسلم ليګ ډلې په دې ټولټاکنو کې ۷۵ څوکۍ او د پاکستان د خلګو ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې دي.
تر دې وړاندې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند پلويانو ګواښ کړی و چې که د دې هيواد د ټولټاکنو وروستۍ پايلې اعلان نشي، لاريونونه به وکړي.
د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان د دولتي رازونو د افشا د قضيې په شمول په څو قضيو کې د محکومېدو له وجې په زندان کې دی.
د پاکستان د ټولټاکنو کميسيون دی او ګوند يې په ټولټاکنو کې له برخې اخيستلو منع کړي و، له همدې وجې د ده د ګوند غړو په دې ټولټاکنو کې د خپلواکو نوماندانو په توګه ګډون وکړ.
د مسلم ليګ ګوند مشر نواز شريف ويلي و چې ګوند يې په دې ټولټاکنو کې اکثريت څوکۍ نه دې ګټلي او له نورو ډلو سره د ګډ حکومت جوړولو په موخه خبرې کوي.
په پاکستان کې د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ سرتاسري ټولټاکنې وشوې.
د دې ټولټاکنو پايلې د څو ورځو په ځنډ سره اعلان شوې او له همدې کبله د دې بهير پر روڼتيا نيوکې شوې دي.
