اطلاعات روز: د ايران ځانګړي استازي او په کابل کې د دې هيواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي وايي چې «د اړيکو سیمهييزه ډله» له طالبانو سره د همکارۍ لپاره جوړه شوې ده.
ښاغلي قمي دا خبرې نن (يکشنبه، ۲۲ د سلواغې) د «ايران د اسلامي انقلاب» د برياليتوب د پنځه څلويښتمې کليزې د لمانځنې په مراسمو کې کړې دي چې په کابل کې د دې هيواد په سفارت کې جوړ شوي و.
ده ويلي چې ايران «په افغانستان او د سیمې په کچه د ثبات د پیاوړتيا په موخه د اړيکو د سيمهييزې ډلې د جوړېدو وړانديز وکړ چې په تازه توګه يې لومړنۍ غونډه د افغانستان لپاره د ګاونډيو هيوادونو د ځانګړو استازو په حضور سره» په کابل کې جوړه شوه.
د ايران ځانګړي استازي ويلي: «د دې نظر او د اړيکې د ډلې جوړولو موخه له اوسنيو واکمنو (طالبانو) سره په امنيتي او سياسي ثبات او د اقتصادي وضعيت په ښه والي کې مرسته ده او د سيمهييزو نوښتونو پر بنسټ رغنده پيل ته زمينه برابرول دي.»
ښاغلي قمي ويلي چې دا «نوښت» د افغانستان د وګړو لپاره د ښو شرایطو د را منځ ته کولو په موخه د اجرايوي ميکانيزم د لټون لپاره د افغانستان له ټولو ګاونډيانو او د سيمې له هيوادونو سره د مشارکت په چوکاټ کې د ايران د هڅو برخه ده.
شاوخوا لس ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په کوربتوب په کابل کې د «افغانستان د سيمهييزې همکارۍ ابتکار» په نوم غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د ايران، چين، روسيې، پاکستان، ترکيې، هند، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او اندونيزيا استازو او سفيرانو ګډون کړی و.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې د دې غونډې د جوړولو موخه «د افغانستان په اړه د سيمهمحوره روايت را منځ ته کول او د سيمهييزو همکاريو پراختيا» ده.
دا غونډه چې ايران وايي د جوړولو ابتکار يې د دوی دی، د افغانستان د سياسي ډلو له پراخو انتقاداتو سره مخ شوې ده.
د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د دې غونډې جوړېدو ته په غبرګون کې ويلي: «اوس مهال کابل د افغانستان په تړاو د سيمهييزو غونډو د جوړېدو لپاره مناسب ځای نه دی. هره غونډه چې په اشغال شوي کابل کې د نامشروعو طالبانو په سيوري کې جوړېږي، زموږ د خلګو په اند قانوني وزن نه لري.»
