د ايران د ځمکني پوځ قومندان: له افغانستان سره د پولې د تړلو طرحه د پلي کیدو په حال کې ده

Photo: IRNA

اطلاعات روز: د ايران د ځمکني پوځ قومندان کيومرث حيدري ويلي، چې له افغانستان سره د ۷۴ کيلومټره پولې د تړل کېدو چارې د اجرا په حال کې دي.

د ايرنا خبري اژانس له راپور سره سم، حيدري پرون شنبه (۲۱ د سلواغې) د ايران او افغانستان له ګډې پولې ليدنه کړې.

ده ويلي: «د ايران او افغانستان ترمنځ د ۷۴ کيلومټره پولې تړل د هيواد له مهمو ملي طرحو څخه ده.»

د ده په وينا، د پولې دا طرحه په څلورو رغنيزو عملياتو کې ترسره کېږي او تر اوسه يې کټارې لګول شوې دي او تر دې وروسته به يې بستر هوارېږي او د سړک جوړول به يې پېلېږي.

ده زياته کړې: «د پايدار امنيت يوه برخه د پولې د تړلو موضوع ده او د سيمې وضعيت ته په کتو سره به دا طرحه د هيواد لپاره دا مهمه موضوع لاسته راوړي.»

د ايران د ځمکني پوځ قومندان ويلي، چې د دې هيواد پولې امن دي او ځينې وختونه «جزيي تيروتنې» کېږي چې د دې هيواد د امنيت لپاره ګواښ نه دی.

ده زياته کړې چې په پولو کې د ايران د پوځ شتون د ناامنۍ په معنا نه دي د اطلاعاتي اشرافيت او نظامي چمتووالي په خاطر دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه