نورستان کې ځایي خلک وایي، په دغه ولایت کې د متخصصو ډاکټرانو او ولایتي روغتون کې د بسترونو او نورو روغتیایي اسانتیاوو کمښت له جدي ننګونو سره مخ کړي، چې په دې برخه کې د طالبانو له حکومت د کارنده ګامونو د پورته کولو غوښتنه کوي.
دوی زیاتوي، په دې ولایت کې د مناسبو روغتیایي اسانتیاوو د نشوالي له امله اړ دي، چې خپل ناروغان کونړ او ننګرهار ته ولېږدوي.
نورستان کې د طالبانو ولایتي چارواکي هم مني، چې خلک له روغتیایي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو زیاتوي، چې د ولایتي روغتون نوې ودانۍ رغنیزې چارې په بشپړېدو دي، چې له دې سره به روغتیایي ستونزې تر یو بریده را کمې شي.
د نورستان د واما ولسوالۍ اوسېدونکی ٥٠ کلن شمس الدین چې خپل کوچنی زوی یې د درملنې په موخه د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد ته وړی وایي، د نورستان په مرکز پارون او ټولو لېرې پرتو ولسوالیو کې د متخصصو ډاکټرانو او ولایتي روغتون کې د بسترونو کمښت او د نورو روغتیایي اسانتیاوو نشتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
شمس الدین له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «نورستان کې یو طرف ته مجهزه شفاخانه نشته، بل طرف ته متخصص ډاکټران نشته، ولایتي شفاخانه کې بسترونه ډېر کم دي، سخت مشکلات یې راته پیدا کړي، بل طرف لارې خرابې دي، خپل مریضان کونړ یا ننګرهار ته وړو، خو د سرکونو د خرابوالي له کبله شپږ ساعته خامه سرک کې مزل کوو، چې دا کار په اقتصادي لحاظ ډېر تاواني دی.»

نورستان مېشتي وایي، په تېر شل کلن جمهوریت کې د نورو ستونزو ترڅنګ یې د روغتیا په برخه کې هم د جګړو له امله د ستونزو د حل لپاره کار نه دی شوی او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هم ورسره پرته له ژمنو تازه کولو د قناعت وړ ګامونه نه دي اخېستل شوي.
د نورستان اوسېدونکي د طالبانو له حکومت او نړۍ والې ټولنې غوښتنه کوي، چې د نورستان مېشتو د روغتیایي ستونزو د حل لپاره دې پنځوس بستریز روغتون فعال شي.
د دغه ولایت د مرکز پارون اوسېدونکی محمد نبي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «شل کاله جمهوریت کې د جنګونو له وجې نورستان کې کار نه دی شوی او اوس چې د طالبانو نظام راغلی هم خبره پخوانۍ ده، تر اوسه راته داسې کار نه دی شوی، چې زمونږ مشکلات حل شي، یوازې راسره وعدې تازه کېږي.»

بل لور ته نورستان کې د طالبانو روغتیایي چارواکي د خلکو ستونزې مني، خو وایي هڅه کوي چې د خلکو د ستونزو لپاره د حل لار پیدا کړي.
نورستان کې د طالبانو روغتیایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ولایتي روغتون د ودانۍ رغنیزې چارې په بشپړېدو دي، چې په جوړېدو سره به یې په دې ولایت کې د روغتیایي ستونزو ګراف را ټیټ شي.
د نورستان د ولایتي روغتون سرپرست آمر ډاکټر فضل الرحمن زیاتوي: «د نورستان ولایتي روغتون اوس په یوه کرایي کور کې دی، دولس بستره په کې فعال دي او درې متخصص ډاکټران په کې موظف دي، روغتون نوی تعمیر هم په جوړېدو دی، چې دا جوړ شي بسترونه زیات، د متخصصو ډاکټرانو په شمول به شاوخوا سل نوي روغتیایي کارکوونکي پر دندو وګماري، چې له دې سزه به د خلکو مشکلاتو ته په آسانۍ سره رسیده ګي کېږي.»
نورستان کې د طالبانو د روغتیایي چارواکو د معلوماتو له مخې د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د څه باندې سلو عادي ناروغانو درملنه کېږي، خو بېړني ناروغان بیا د کونړ – نورستان په مرګونې لار د کونړ او ننګرهار روغتونونو ته آستول کېږي، چې دې چارې د خلکو اقتصادي حالت تر ژورې اغېزې لاندې راوستی دی.
نورستان د هېواد په کچه یو له غره ییزو او سړو سیمو دی، چې خلک یې د کمزوري اقتصاد خاوندان او له ورځني کار روزګار بې برخې دي، چې ځېنې مهال د اقتصادي ستونزو له امله یې ناروغان آن د مرګ تر کومې رسېږي.
