کابلوف: د دوحې په غونډه کې خپل شريکان «سم لوري» ته رابولو

Photo: Sputnik

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي، چې د افغانستان په تړاو د دوحې په ناسته کې د خپل هيواد شريکان «سم لوري» ته رابولي.

ښاغلي کابلوف دا موضوع پرون (جمعه، ۲۰ د سلواغې) د «ټاس» خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې مطرح کړې، خو په دې اړه يې زيات وضاحت نه دی ورکړی.

ټاکل شوې چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه د راتلونکې اونۍ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې جوړه شي.

دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونيو ګوتريش په کوربتوب جوړېږي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۲۷۲۱ پرېکړه‌ليک سره سم د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» وړانديزونه په کې ارزول کېږي.

همدا راز په دې غونډه کې د هيوادونو ځانګړي استازي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه غور کوي.

طالبانو اعلان کړی چې دې ډلې ته په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو تر اوسه يې په کې د ګډون په اړه تصميم نه دی نيولی.

معلومه نه ده چې له طالبانو پرته د افغانستان نورو کومو سياسي ډلو او څېرو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه