اطلاعات روز: د ننګرهار سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې په دې ولایت کې د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس پېل شو.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې یاد کنفرانس نن سهار (شنبه، ۲۱ د سلواغې) د لوړو زده کړو وزارت او د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب «د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس» تر عنوان لاندې پیل شوی دی.
د هغه په وينا، یاد کنفرانس به درې ورځې دوام وکړي، چې د داخلي استادانو ترڅنګ په کې د مختلفو بهرنیو هېوادونو څېړونکو او استادانو هم ګډون کړی.
قریشي زیاتوي، په دې نړیوال کنفرانس کې به د بحث وړ موضوعاتو پر څرنګوالي، د همغږۍ د پیاوړتیا، له دې کنفرانس څخه په مختلفو برخو کې د اعظمي ګټې پورته کول، په علمي او مسلکي برخو کې د علمي مقالو او معلوماتي پرزنټیشنونو وړاندې کول، له نړۍوالو څخه د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان د متاثره کېدو جبران خسارې غوښتل او په ټوله کې د ټولنیزو موضوعاتو خصوصا د اقلیمي بدلون موضوع نه سیاسي کولو په تړاو هر اړخیز بحث ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د اقليمي بدلونونو له کبله خورا زيانمن هېواد ګڼل کېږي او د طالبانو حکومت په څو ځلي له اړوندو نړيوالو بنسټونو څخه په دې برخه کې له افغانستان سره د مرستې په موخه د کوټلي ګامونه پورته کیدو غوښتنه کړې.
