ملګرو ملتونو ۳.۸ ميليونه ډالر له پاکستانه جبري راستنېدونکو ته ځانګړي کړل

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بېړني غبرګون مرکزي صندوق (سي ای آر ايف) ۳.۸ ميليونه امريکايي ډالر له پاکستانه جبري راستنېدونکو ته ځانګړي کړي دي.

د خوړو نړيوال پروګرام د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په دې بودیجې سره کولای شي د يوې مياشتې لپاره ۳۳ زره کورنيو او يا هم د معلوليت لرونکو وګړو په ګډون تر ۲۳۰ زره زياتو هغو ماشومانو، ښځو او نارينه‌وو سره نغدي مرسته وکړي چې افغانستان ته په ستنېدو مجبور شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر (اوچا) رييسې ايزابيل موسارد کارلسن ويلي، چې د دې سازمان د بېړني غبرګون د مرکزي صندوق مالي مرسته په سخت ژمي او د خوراکي ناامنۍ په اوج کې د زرګونو راستنېدونکو لپاره د ژغورنې لار ده او د هغوی بېړنۍ خوراکي اړتياوې پوره کوي.

د خوړو نړيوال پروګرام ويلي، چې راستنېدونکې کورنۍ په بدترين وخت کې افغانستان ته ستنېږي ځکه چې لوږه پر زياتېدو ده او بشرپالې مالي مرستې په تر ټولو ټيټه کچه کې دي.

دې پروګرام زياته کړې، چې تېر کال د بودیجې د کمښت له کبله اړ شوي چې خوراکي مرستې کمې کړي او له کبله يې ۱۰ ميليونه وګړي اغېزمن شول.

د خوړو نړيوال پروګرام ويلي، چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال يې ټولټال ۲۹.۰۳ ميليونه ډالر تر لاسه کړي او په دې پيسو سره يې په هرات ولايت کې له زلزله ځپلو او تر ۲۰۰ زره زياتو متضررو وګړو سره خوراکي يا نغدي مرستې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه