معترضې ښځې: طالبان د مذاکراتو نه، بلکې د محاکمې وړ دي

اطلاعات روز: يو شمېر معترضو ښځو د دوحې په راتلونکې غونډه کې طالبانو ته بلنه ورکول او له دې ډلې سره د اړيکو عادي کول غندلي او ويلي يې دي چې «طالبانو د مذاکراتو نه، بلکې محاکمې وړ دي».

دې ښځو د دوحې په غونډه کې د طالبانو د مخالفينو او ښځينه استازو له ګډون سره هم مخالفت کړی او ويلي يې دي چې معترضې ښځې بايد له طالبانو سره د مذاکراتو پر ځای د هغو پر محاکمه کېدو ټينګار وکړي.

د دې ښځو له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي: «لازمه ده چې په صراحت سره اعلان وکړو چې هيڅوک هم په هيڅ غونډه او ځای کې طالبانو ته د مشروعيت ورکولو په لړ کې د ښځو او ښځينه معترضينو له ادرسه استازيتوب نه شي کولای.»

د طالبانو پر خلاف د معترضو ښځو دې ډلې خبرداری ورکړی چې که هر څوک د دوحې په غونډه کې د معترضو ښځو د استازي په توګه ګډون کوي، مبارزه بې لارې کوي.

د معترضو ښځو دې ډلې ويلي، چې هغوی «به د طالبانو مخ ته يوازې د مبارزې په ژبه ورځي، نه د مذاکرې».

دوی زياته کړې، چې ښځې د طالبانو د سيسټماټيک اپارتايډ د قربانيانو په توګه دا ډله په نړيوالو عدالت تطبيقوونکو محکمو کې د محاکمې وړ بولي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه د روانې ميلادي مياشتې پر ۱۸ او ۱۹مو نېټو د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې جوړه شي.

طالبان وايي، چې دې غونډې ته وربلل شوي دي، خو د اجنډا له تر لاسه کولو وروسته به په غونډه کې د خپل ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

د دې غونډې ټول ګډونوال لاهم نه دې اعلان شوي.

دا غونډه چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۲۷۲۱ پرېکړه‌ليک سره سمه جوړېږي، د ملګرو ملتونو د همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو له لوري د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» د چمتو شوي راپور وړانديزونه په کې ارزول کېږي.

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه بحث د دوحې د غونډې برخه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه